1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي مرکزي بانک د یونان سره اضطراري قرضو ته ادامه ورکوي

آژانسونه / بریښنا صابر۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبه

د اروپايي مرکزي بانک شورا پریکړه کړې چې د يونان سره به خپلو اضطراري قرضو ته ادامه ورکړي. دغه مرستې به په خپل اوسني شکل کې دوام پيدا کړي. خو دا هم ښایي د یونان په درد دوا نه شي.

https://p.dw.com/p/1FofP
Griechenland Geld Geldautomat
انځور: Reuters/Y. Behrakis

د اروپايي مرکزي بانک شورا پریکړه کړې چې د يونان سره به خپلو اضطراري قرضو ته ادامه ورکړي. دغه مرستې به په خپل اوسني شکل کې دوام پيدا کړي خو دا هم ښایي د یونان په درد دوا نه شي.

د یونان له پاره د مرستې د پروگرام د مودې د ختمیدو لږ د مخه دغه پور وړې هیواد د دولتي افلاس پر لور روان دی. په داسې حال کې چې د یورو د ډلې هیوادونو د یونان سره د مرستې پروگرام تمدید نه کړ، د اروپا مرکزي بانک د یکشنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د یونان سره به د اضطراري قرضو پروگرام ته ادامه ورکړي.

د یونان سره د پور لانجې هغه وخت درامتیک شکل خپل کړ چې په بروکسل کې د یورو د حوزې د مالیې وزیرانو په خپله بیړنۍ غونډه کې د یونان سره د مرستې د پروگرام د غځولو څخه ډډه وکړه. د تازه قرضې پرته یونان نه شي کولای د پیسو نړیوالو صندوق ته د ۱،۵ ملیارد یورو پور بیرته ورکړي او په دې توگه دغه هیواد د ډيوالي کیدو د خطر سره مخ کیږي.


ويل کيږي چي يونان دومره مقدار پيسې نه لري او که ورته په اضطراري توګه قرضې ور نه کول شي نو ښايي د قرضې د دغه قسط په ادا کولو کي پاته راشي. که يونان پر وخت دغه قسط ادا نه کړي نو به په نړۍ والو بازارونو او په همدې راز د نړۍ وال وجهي صندوق له خوا د يو داسي دوپه شوي يا ډېوالي شوي هيواد په سترګه وکتل شي چي نور خپلې قرضې نه شي ادا کولای. په داسي يو صورت کي به يونان د يورو پولې واحد د ساحې د غړيتوب څخه هم وايستل شي.

Griechenland Banken Eurobank
انځور: picture-alliance/dpa


له بل اړخه په يونان کي د ولس تر منځ د خپل هيواد د ډېوالي کېدو په تړاو اندېښنې زښتي زياتي دي. د دغه هيواد خلک هره ورځ په سلهاؤ مليونه يورو د خپلو بانکي حسابونو څخه باسي او په دې ډول يې د يونان بانکونو د پيسو د ځېرمو د سترو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دا چي په لوړه کچه د بانکي حسابونو څخه د پيسو د ايستل کېدو باوجوده تر اوسه د يونان بانکونه لا بې پيسو شوي نه دي، وجه يې دا ده چي د اروپايي مرکزي بانک څخه د قرضو په شکل اضطراري مرستي ترلاسه کوي.

خو داسي بيري موجودي وې چي ښايي اروپايي مرکزي بانک هم نور د يونان د بانکونو له لاري د يونان سره مرستو ته د پای ټکی کيښږدي. خو د يکشنبې په ورځ د اروپايي مرکزي بانک شورا وويل چي اوس في الحال به يونان د بانکونو سره خپلو اضطراري قرضو ته ادامه ورکړي.

يونان حکومت د قرضه ورکونکو سره تر زيات وخت پوري د اقتصادي مرستو په تړاو خبري اتري او جر و بحثونه وکړل. په داسي حال کي چي دغه قرضه ورکونکو چي د نړۍ وال وجهي صندوق، يورو ساحې غړي هيوادونه او اروپايي مرکزي بانک څخه عبارت دي، د يونان څخه د لا زياتي سپما، د ماليو د جګولو او د تقاعد د پيسو د کمولو غوښتنه کوله. خو يونان وايي چي تر امکان تر حد پوري يې خپل وړانديزونه کړي او پر خپل ولس د سپما نور بار نه شي اچولای.

د یورو د حوزې د مالیې وزیران د خبرو اترو د ناکامۍ پړه پر یونان ور اچوي. د آلمان د مالیې وزیر وولف گنگ شویبله وویل: « د دې مسئولیت یوازې د اتن د حکومت پر غاړه دی.» د یورو د ډلې د مالیې د وزیرانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اتن د پور ورکونکو نوی وړاندیز، رد کړې دی.