1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه افغانستان ته د عسکرو تر ليږلو بيا رغوني ته ترجيح ورکوي

۱۳۸۸ مهر ۸, چهارشنبه

د اروپايي ټولني پوځي ماموريت اکثرأ د ناټو په چوکاټ کښي تر سره کيږي . د اروپايي ټولني د شورا داوسني مشر سويډن د دفاع وزير سټيين ټولج فورش وايي چه دغه عمليات بيا هم د پام وړ دي...

https://p.dw.com/p/JuuN
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانس يوزيف يونګ او د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو لوی ډيپلوماټ خاور سولانا
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانس يوزيف يونګ او د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو لوی ډيپلوماټ خاور سولاناانځور: AP

«په تيرو10 کلو کښي اروپايي ټولني په 4 مختلفو براعظمو کښي22 نظامي عمليات سرته رسولي دي. زموږ نظامي قابليت د پخوانۍ يګوسلاويا په جمهورريت مقدونيه ،د کانګو په ډيموکراټيک جمهورريت ،چاد او بوزنيا – هېرڅوګوينا کښي په اثبات رسيدلی دی او د سوماليا د ساحل په روان نظامي ماموريت کي هم . »

د بحري غلو په مقابل کي د بحري قواوو عمليات د اروپايي ټولني دپاره تر ټولو لوی برياليتوب دی.خو د اروپايي ټولني د خارجه چارو لوی ډيپلوماټ خاويرسولانا وايي،چه د عملياتو کاميابي او يا ناکامي پخپله په هغه هيواد پوري اړه لري.

ددې خاطره اروپايي ټولنه اوس دې ته ترجيح ورکوي ،چه په آينده کښي د سوماليا د مؤقتي حکومت عسکر وروزي . د هغوي روزنه او تعليم او تربيه د افريقا د اتحاديې په همکارۍکيدلای سي د جيبوتي سره نژدې تر سره سي.

خو اروپايي ټولنه بيا په افغانستان کښي د عسکرو د زياتوالي د هغي غوښتني په مقابل کښي چه دامريکا متحده ايالاتو يووار بيا کړې ده ،په احتياط سره عکس العمل ښوولی دی.

د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونګ وويل ،دی غواړي پر دغه موضوع باندي پخپله په امريکا کښي جروبحثو ته انتظار وباسي . او تر اوسه پوري د امريکاد متحده ايالاتو څخه په دغه باب رسمي غوښتنه هم وجود نلري .

ده اضافه کړل:

« موږ بايد ښکاره پريکړه وکو ،چه څه وخت موږ خپل هغه هدف تر لاسه کړی دی ،چي افغانستان پداسي حالت کښي دی ،چي خپل امنيت پخپله ونيولای سي . په يوه مشترک کنفرانس کښي هغه مشخص سي، او لکه څنګه چه اوس زموږ صدراعظمي، د انګلستان صدراعظم او د فرانسې جمهوررييس سره موافقه کړې ده ،زه هغه ضروري او ډير مهم بولم ،تر څو زموږ دغه هدف،چي افغانستان دی خپل امنيت پخپله وساتي،په يوه معين معقول وخت کښي تر لاسه سوی وي . »

يونګ همدارنګه وويل، چي اروپايي ټولنه بايد د پوليسو د تربيې دپاره نور روزونکي هم افغانستان ته وليږي. اوس په افغانستان کښي 275 معلمان او روزونکي سته،چي افغاني پوليس وروزي. په نظر کښي ول چي هغه 400 تنه وای.

د بلجيم ددفاع وزير ډې کرېم هم افغانستان ته د نورو عسکرو د ليږلو مخالفت وکۍ،او ويې ويل:

« اروپايي ټولني هلته په ډيره پيمانه همکاري کړيده . اوس ددې وخت رارسيدلی دی ،چه ملکي بيا رغونه تقويه کو . او په دغه موضوع کښي اروپايي ټولنه کولای سي يو ډير همم رول بازي کي . »

دناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن چي اوس په واشنګټن کښي دی ،په خاص ډول يې د اروپايي ټولني رول ته اشاره وکړه او پدې ډول يې د اروپايانو څخه ملاتړ وکۍ.

Hasselbach, Christoph/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل