1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه: افغانستان هيڅکله يوازي نه پريږدو

۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي ويلي، چي دغه اتحاديه د افغانستان سره د اوږد مهالو همکاريو د تړون د لاسليکولو په هڅه کي ده، او د افغانستان څخه به د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هم مرستو ته ادامه ورکړي.

https://p.dw.com/p/13KmU
اروپايي ټولنه د امنيتي ځواکونو په روزنه کي له افغانستان سره ډيري مرستي تر سره کوي
اروپايي ټولنه د امنيتي ځواکونو په روزنه کي له افغانستان سره ډيري مرستي تر سره کويانځور: AP

د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيرانو لا دمخه له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون د لاسليکولو په اړه موافقې ته رسيدلي دي. افغان ولسمشر، حامد کرزي، دوې اونۍ وړاندي په دوديزه لويه جرګه کي وويل، چي اروپا د افغانستان سره د اوږد مهالو همکاريو غوښتونکې ده.

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني ځانګړي استازي، ويکايدس اوساکس، د المان خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي د اروپايي ټولني دغه تړون به داسي يو هر اړخيز تړون وي، چي افغانستان په اوس وخت کي د بل کوم هيواد سره لاسليک کړی نه دﺉ.

په دغه تړون کي به بشري حقونه، د نشه يي توکو او ترهګرۍ په وړاندي ګډه مبارزه او همداشان د سوداګرۍ مسﺉله شامله وي.

افغانستان ته د اروپايي ټولني ځانګړي استازي ويلي دي چي په دغه تړون کي به د پانګوني په اړه ځيني الزامي قوانين هم شامل وي.

هغه زياته کړي چي د افغانستان په هکله د بن په راتلونکي کنفرانس کي به په افغانستان کي د وروستيو پرمختګونو او ستونزو په اړه خبري اتري وشي.

د اوساکس په وينا په دغه غونډه کي به د افغانستان په هکله ډيري مهمي پريکړي وشي.

هغه وويل، چي نړيواله ټولنه پوهيږي، چي افغانستان اوس د نړۍ يو له ډيرو فقيرو هيوادونو څخه دﺉ او د ۲۰۱۴ کال وروسته به هم يو فقير هيواد پاته شي. د هغه په وينا نړيواله ټولنه له همدې کبله غواړي چي له افغانستان سره خپلو مرستو ته د ۲۰۱۴ کال وروسته کله چي نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ووزي له دغه هيواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اوس مهال اروپايي ټولنه له افغانستان سره هر کال څه نا څه يو ميليارد ډالره مرستي کوي. دغه هيوادونه غواړي چي له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

اروپايي ټولنه د امنيتي ځواکونو په روزنه کي له افغانستان سره ډيري مرستي تر سره کوي. اوساکس وايي، چي د اروپا اتحاديه به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغان ځواکونو د روزني او تجهيز په برخه کي خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د پلان له مخي به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د ناټو ټول جنګي ځواکونه له افغانستان څخه خپلو هيوادونو ته ستانه شي. تر هغه وروسته به افغان امنيتي ځواکونه د ټول افغانستان امنيتي مسﺉوليتونه پر غاړه واخلي.

خو اوس ډيري افغانان شک لري چي ايا کورني امنيتي ځواکونه به ﺉې په دې وتوانيږي چي د خپل هيواد امنيت ټينګ کړي، که نه.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل