1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه افغان پوليسو ته روزنيز مرکزونه جوړوي

۱۳۹۰ مهر ۲۷, چهارشنبه

دغي ټولني له افغان دولت سره د يوې هوکړي په ترځ کي وپتېيله چي، د پوليسو د دوو روزنيزو مرکونو په جوړولو شاوخوا پينځلس مليونه يورو ولګوي. ددغو مرکزونو يو به په باميانو کي او دوهم به يې په کابل کي د سټف کاليج په نامه جوړسي.

https://p.dw.com/p/12uzs
«تر اوسه پوري نړیواله ټولنه د افغان پوليسو په وړتیا باور نه سي کولای»
«تر اوسه پوري نړیواله ټولنه د افغان پوليسو په وړتیا باور نه سي کولای»انځور: Hamid Safi

د کورنيو چا رو وزارت مرستيال جنرال يارمند د وينا له مخي، افغان پوليس مسلکي او اوږد مهالو روزنو ته اړتيا لري چي په دغه لار کي د مرستو د را ټولولو چاري لا وختي له اروپايي ټولني او د امريکا له متحده اياللتونو پيل سوي دي.

ويل کيږي چي له دغو پينځلس ميليونه يورو څخه به په اوو ميليونو په کابل کي د پوليسو د روزني سمبال مرکز جوړ سي او په څلورو ميليونو نور به يي په باميانو کي د ښځينه پوليسو له پاره د يو روزنيز مرکز تر څنګ په پاتي درې ميليونو په کابل کي د پوليس ځواک د وړتياوو د لوړولو برنامه په لاره واچول سي.

په کابل کي د پوليسو د اکاډمۍ او په باميانو کي د ملي پوليسو د روزنيز مرکزچاري به د ۲۰۱۲کال په جون مياشت کي بشپړيږي.

د کورنيو چارو وزارت معين جنرال ميرزا محمد يارمند وايي، چي دا به د پوليسو د مسکلي توب له پاره ډير ښه ګام وي.

د ښځينه پوليسو روزنيز مرکز
د ښځينه پوليسو روزنيز مرکزانځور: DW

اروپايي ټولنه د افغان پوليسو په روزنه کي ډيره ونډه لري او د طالبانو د واکمنۍ تر ړنگېدو وروسته يي په دغه برخه کي په سلګونو ميليونه ډالر لګوي دي.

کابل ته د اروپايي ټولني د راغلي پلاوي مشر ويګاداس اوشاکس د دغو مرکزونو د تړونونو د لاسليکولو پر مهال وويل، چي د دغه رونيز پروګرام اساسي موخه د افغانستان د ملي پوليسو د ملکي برخي وده او د افغانستان د قانون له واکمنۍ څخه ملاتړ دی.

« د افغانستان د دولت سره زموږ مرستي ددې له پاره دي، چي دا حکومت پر پښو ودريږي او د دې کار له پاره د پوليسو روزنه ډيره مهمه ده. يو روزل سوی پوليس ځواک چي د بشر او نړيوالو حقونو او آزادۍ حق له پاره درناوي ولري، د يو خپلواک او په ځان بسيا هيواد خورا مهمه برخه جوړوي».

د دې له پاره چي د هيواد په کچه ټول پوليس مسلکي روزنه وويني، اروپايي ټولني د دغي موخي د ترلاسه کولو له پاره تر ۲۰۱۳کال پوري د ۶۰۰مليونه يورو مرستي ژمنه کړې ده.

دغه پيسي به د افغان پوليس ځواک د روزني، کاري وړتيا د لوړولو او د هغوی د ښه مشرتوب په برخه کي ولګول سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل