1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه او ناتو هيله مند دي، چې ډير افغانان به خپله رای وکاروی

۱۳۸۸ مرداد ۲۸, چهارشنبه

راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د ناټو دپاره يوه بله مهمه برخه ده. حتی په خپله دنده کې له يوې اونۍ وروسته د ناټو نوي سر منشي اندرس فو راسموسن د مياشتې په پيل کې افغانستان ته سفر وکړ.

https://p.dw.com/p/JE0s
د ناټو نوي سر منشي اندرس فو راسموسن
د ناټو نوي سر منشي اندرس فو راسموسنانځور: AP

له دې لارې نوموړی غواړي وښېي چې ناټو د افغانستان ماموريت څومره جدي بولي.

په جگړه ځپلي هلمند ولايت کې راسموسن پر افغانانو باندې غږ وکړ چې له خپل حق څخه دې گټه واخلي.

«زه ټول افغانان دې ته هڅوم چې په ټاکنو کې دې برخه واخلي، خپل سياسي مشران دې وټاکي او و دې ښېي چې سياسي آزادي غواړي او دا چې د افغانستان د دښمنانو لخوا د تاوتريخوالي او گواښونو څخه نه وېريږي.«

خو د ناټو او اروپايي ټولنې استازي وېره لري چې ډېر افغانان به گواښونو ته تسليم شي، په تېره بيا مېرمنې. ځکه چې د ښځو لخوا د ټاکنو حق د توندلارو مسلمانانو دپاره د غلمو وړ نه دی.

دا لومړني دموکرات انتخابات نه دي له هغه وخته راهسيې چې طالبان په 2001 کې راوپرځول شول. په 2004 کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې چې حامد کرزي په بشپړه توگه وگټل او يو کال وروسته پارلماني ټاکنې تر سره شوې. خو دغه دواړه انتخابات د نړيوالې ټولنې لخوا جوړ شوي وو. د اروپايي کميسيون وياند جون کلېنسي وايي چې دا ځل دغه ټاکنې څومره اهميت لري:

«موږ دغه ټاکنې د افغانستان د دموکرات پرمختگ دپاره تعيين کونکې بولو. دا د 2001 کال راهيسې لومړني انتخابات دي چې افغانستان يې پخپله، زه په ټينگار سره وايم، افغانستان يې پخپله جوړوي. خو دغه ټاکنې يوه لويه ننگونه هم ده، په هېواد کې د اوسنيو پېښو له امله، د ځوانو دموکراتيکو جوړښتونو له کبله، د خرابېدونکې امنيتي وضعې له امله او د گډوډ سياسي حالت له کبله.«

اروپايي ټولنې د افغان حومت او د ټاکنو د خپلواک کميسون په بلنه تقريبا سل تنه څارونکي افغانستان ته استولي دي. هغه بايد په هيڅ صورت نتيجې ونه څاري، بلکې د ټاکنو په شفافيت او باوريتوب کې ونډه واخلي. د څارونکو د ډلې مشر په اروپايي پارلمان کې د فرانسې استازی او پخوانی جنرال فليپ موريلون دی. د موريلون دپاره دغه ماموريت څه نوې خبره نه ده:

د 1992 او 1993 کالونو په منځ کې يې په بوسنيا هېرسېگوينا کې د ملگرو ملتونو د ساتونکي ځواک مشري کوله.

«د افغان ولس غوښتنه دا ده چې خپل برخه ليک پخپله وټاکي. ځکه له پنځو کالونو راهيسې د اروپا پارلمان څخه د بهير افغان کېدل غواړم. اصلي خبره افغان کېدل دي. افغان کېدل د پخلاينې سبب گرځي.«

دا يوه ډېره اوږدمهاله او ستونزمنه موخه ده. د ناټو سر منشي راسموسن په ورته وخت کې اقرار کوي چې ټلواله په دغو ټاکنو باندې د لويديځ معيارونه نه تطبيقوي:

«ټاکنې به هغه معيار ته ونه رسيږي چې زموږ له متحدينو څخه يې غواړو. خو دغه ټاکنې بايد باوري وي، په تېره بيا د افغان ولس لخوا بايد د باور وړ وگڼل شي.«

نسيم صابر

کتونکی: يحيی وردک