1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه د يوه بنيادي تړون ليک پر سر موافقې ته رسيدلې

۱۳۸۶ مهر ۲۷, جمعه

د اروپايي ټولني د 27 غړو هيواد ونو د ولتي مشرانو د څو مياشتو پرله پسې خبرو اترو وروسته ددې ټولني د اصلاحاتود يوه تړون ليک د مسودې په هکله سره موافقې ته رسېدلي دي.

https://p.dw.com/p/DKHE
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلامير کل د پرتگال په پلازمېنه ليزابن کي د اروپايي ټولني د غړوهيواد ونو د مشرانو موافقه يو ستر برياليتوب گڼلی
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلامير کل د پرتگال په پلازمېنه ليزابن کي د اروپايي ټولني د غړوهيواد ونو د مشرانو موافقه يو ستر برياليتوب گڼلیانځور: AP
د غه نوی بنيادي تړون ليک به د اروپايي ټولني د پخواني تړون ليک ځای ونيسي.
د اروپايي ټولني د ولتي او حکومتي مشرانو د پرون ورځي راهيسي د د غه نوي بنياد ي تړون ليک په اړه په خبرو لگيا وه او نن سهار دې موافقې ته سره ورسېدل.
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن انگيلامير کل د پرتگال په پلازمېنه ليزابن کي د اروپايي ټولني د غړوهيواد ونو د مشرانو موافقه يو ستر برياليتوب گڼلی اوويلي يي دي چي ددغه بنيادي تړون ليک په منځ ته راتلو سره به په راتلونکي کي اروپايي ټولنه وکړای سي چي خپلي د ندي په سمه سره سرته ورسوي.