1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د کډوالو د مخنيوي له پاره له ليبيا سره ګډ کار کوي

۱۳۹۵ بهمن ۱۶, شنبه

د يوې نوې هوکړې له مخې اروپايي ټولنه له ليبيا سره په ګډه اروپا ته د غير قانوني مهاجرو د شمير د کميدو په موخه کار کوي. ايټاليا غواړي له انساني قاچاق وړونکو سره د مبارزې په برخه کې له لیبیا سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2Wyj5
Malta EU Gipfel Tsipras Hollande Merkel Gruppe
انځور: Reuters/Y. Herman

د ليبيا د پخواني مشر معمر قذافي، تر وژل کيدو وروسته لا هم د شمالي افريقا په دغه هيواد کې يو قانوني او با ثباته نظام نه دی رامنځ ته شوی. اوس دغه نا امنه هيواد د مختلفو ملیشو په ولکه کې او د جګړو شاهد دی.

په عین حال کې دغو حالاتو د مهاجرت له بحران څخه ګټه اخيستونکو انسانانو ته د انسانانو د قاچاق له پاره ډیره ښه زمینه برابره کړې ده. قاچاق وړونکي اروپا ته تلونکي مهاجر، د مديترانه سمندرګي د خطرناکې لارې څخه د اروپا سويلي ساحلونو ته رسوي.

د جمعې په ورځ په اروپايي هيواد مالتا کې د اورپايي ټولنې د مشرانو د غونډې د بحث يوه موضوع دا وه چې څرنګه له ليبيا څخه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمير کې کموالی راوستل شي. په دې اړه د اروپايي اتحاديې مشرانو پريکړه وکړه چې ليبيا سره به ګډ کار وکړي.

د اروپايي اتحاديې او ليبيا تر منځ د دغې نوې هوکړې يو هدف، اروپا ته د رسیدو پر خطرناکه لار په اوبو کې د ډوبیدو له کبله د انسانانو په مړينه کې کموالی راوستل دی.

ایا شوی تړون د کډوالو شمیر کم کړي؟

د مهاجرت بحران له پيل راهیسې په زرونو مهاجر چې د وړو کښتيو پر مرسته يې غوښتل اروپا ته ځانونه رسوي په سمندر کې ډوب شوي دي. د جمعې ورځې په ناسته کې پر دغې موضوع هم خبرې وشوې.

خو د اروپايي ټولنې له خوا پر ترسره شويو پريکړو باندې عمل او ښې پايلې لرل يې د ليبيايي چارواکو سره تړاو لري. اوس د دې هیواد په ساحلي سیمو کې د امنیتي ځواکونو شمیر ډیر ټیټ دی. دغه راز په ليبيا کې په يوه وخت کې دوه متخاصم حکومتونه واک لري او د هيواد مختلفې سيمې د ګڼو مليشو په کنترول کې دي. دغو ټولو حالاتو ته په کتو د اروپايي اتحاديې او ليبيايي مشرانو تر منځ شوې دغې پرېکړې باندې عمل کول ګران بريښي.

د جمعې ورځ په غونډه کې د ايټاليا صدراعظم جين تیلوني، د دغې پريکړې په باب وويل: «موږ پوهيږو چې کومه معجزه به رامنځ ته نه شي خو موږ د لا ښو پايلو هیله لرو.»

د جمعې ورځې غونډې يوه برخه د مهاجرت مسئلې ته ځانګړې شوې وه چې په ترڅ کې يې د ايټاليا صدراعظم د خپل ليبيایي سيال فائیزالسراج سره اروپا ته د غيرقانوني مهاجرو د سفرونو په باب خبرې وکړې.

د غونډې په پاې کې دواړو لورو يو تفاهم ليک لاسليک کړ. د دغه تفاهم ليک له مخې به ليبيا اروپا ته د مديترانې سمندرګي له لاري د تلونکو غيرقانوني مهاجرو د مخنيوي په برخه کې هلې ځلې کوي. په تفاهم ليک کې دا هم ذکر شوي دي چې ايټاليا به د ليبيا د حکومتي ادارو د پياوړتيا په موخه له دغه هيواد سره عملي مرستې کوي.

اوس مهال په مديترانې سمندرګي کې د ساحلي ساتونکو د روزنې له پروګرام څخه علاوه، د مهاجرو د کشتيو د کنټرول په اړه «صوفيا» سمندري ماموريت هم ادامه لري. د جمعې ورځ په غونډه کې دا پريکړه هم وشوه چې چې ايټاليا به ليبيا سره د دغه هيواد د ملکي سرحدونو په کنترول کې لازمې لارښوونې کوي.

د ملګرو ملتونو د خپاره شويو رپوټونو له مخې تيرکال په مديترانې سمندرګي کې تر ټولو زیات مهاجر ډوب شوي ول.