1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه: شینگن که اغزن دېوال؟

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

د څلورو ختيځو اروپايي هيوادونو اغزن دېوال جوړولو سیاست د شینگن په ساحه کي د نارامۍ سبب سوی دی. خو بلغاريا، کرويشیا او رومانیا بیا د کوم دریځ استازي توب کوي. دوی د شینگن غړي نه دي.

https://p.dw.com/p/1I0DK
Grenze Ungarn - Serbien - Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/Z. Gergely Kelemen

پولینډ، سلواکیا، چک او هنگري په اوس وخت کي تر ټولو ډیر د جرمني د صدراعظمې انګيلا ميرکل د مهاجرو د سیاست سخت منتقدین دي. هغوی اوس هم پر ټولو اروپايي هیوادو باندي د مهاجرو د وېش مخالف دي. د دې پر ځای هغوی اوس په اغزن دېوال سره د خپلو سرحدو د تړلو گواښ کوي.

په دې برخه کي له هغوی سره د اروپايي ټولني غړي هيوادونه، لکه بلغاريا او مقدونيا هم مرسته کوي. دواړو دولتونو اعلان کړی دی، چي که د یونان حکومت د مهاجرو بحران کابو نه کړي، نو له یونان سره پر سرحد به دېوال جوړ کړي.

په دې ډول به نه یوازي یونان عملأ د شینگن له ساحې څخه پرې سي، بلکي ټوله شینگن تړون به تر پوښتني لاندي راسي، چي تر اوسه پوري پکښي نه یوازي اشخاصو آزاد تگ راتگ لاره، بلکي د مالونو انتقال هم پکښي آزاد دی.

د اروپايي ټولني د درو نوو غړو هیوادو، بلغاريا، کروشیا او رومانیا له پاره د تخنیکي پلوه ډیره خرابه نه ده، ځکه هغوی لا د شینگن د ساحې غړي نه دي.

د سرحدونو تړلو ته تیاری

کرویشیا د شینگن په ساحه کي د غړیتوب غوښتنه کړې ده، چي کیدای سي په ۲۰۱۷م کال کي یې دغه هیله پوره سي. په دغه هیواد کي د اغزن دېوال موضوع ډیره مهمه نه ده، خو د حکومتي محافظه کار گوند- HDZ مشر تومیسلاف کارامارکو، اعلان وکړ، چي «که گاونډي هیوادونه، سلواکیا او اتریش خپل سرحدونه وتړي، نو موږ به یې هم وتړو.» د هغه په خبره به موږ هم له هغو میتودونو څخه کار واخلو، لکه دوی چي یې اخلي. خو دایې هم ویلي دي، چي په دې اړه به له خپلو اروپايي انډوالانو سره خبري وکړي.

د نورو دواړو هیوادونو لکه بلغاريا او رومانيا سره کډوال ډیره علاقه هم نه لري. ځکه چي د رومانیا اقامت او قبولي په حقیقت کي د شینگن په ساحه کي نه چلیږي. په بلغاريا کي له پاتېدو سره هم څوک چنداني علاقه مندي نلري. خو دغه هیواد بیا د بالکان په لار کي پروت دی او یو ترانزیټي هیواد دی. له ترکيې سره د ۲۰۱۴م کال راهیسي دیوال لري او اوس به یې د یونان سره پرسرحد هم جوړ کړي.

د «دیوال جوړولو له سیاست» سره مخالفت

په بروکسل کي تل د دې پر ضد اواز راپورته سوی دی، چي د اروپا اکثره ختيځ هیوادونه له نوموړي ټولني څخه ډیري پیسې اخلي، خو بیا هم همدغه هیوادونه نه غواړي چي مهاجر په عادلانه توگه ورباندي ووېشل سي.

د غربي هیوادونو هغه گواښ، چي هغوی به له بندیزونو سره مخامخ او پيسې به ورباندي بندي کړي، د جرمني پارلمان د سوسيال ديموکراتانو د وکیل دیتمار نیتان له پاره یوه غلطه لار ده. هغه له دويچه ويله سره په مرکه کي وویل:«که موږ د مهاجرو په موضوع کي د همدردۍ او گډی همکاری په یوه حل پسي گرزو، بیا نو گواښونه د حل لار نده.»

هغه د پنجشنبه په ورځ د اروپايي ټولني د سرمشریزي تر شروع کیدو مخکي ویلي وه ، چي د مهاجرو د بحران له پاره باید یو گډ اروپايي حل رامنځته سي. «د نوو دیوالونو جوړول، لکه څرنگه چي یې اوس ځیني اروپايی هیوادونه کوي، د حل یوه سمه لار نه ده.» د هغه په خبره اوس یوې غښتلي او متحدي ټولني ته اړتیا ده، داسي ټولنه چي پکښی خودخواهي نه وي.