1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته بې ساري غیر قانوني مهاجرت

۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

د آلمان د «دي ویلت» ورځپاڼي له خوا د خپاره شوو ارقامو له مخې اروپا ته سږ کال غیر قانوني مهاجرت ساري نه لرله. د ښه راغلاست پر کلتور انتقاد کوونکي کولای شي له دې شمیرو څخه د خپلو اهدافو په موخه ګټه واخلي.

https://p.dw.com/p/1HMqH
Symbolbild Flüchtlinge Polizei Kontrolle Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

د ورځپاڼې په حواله د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ او نوامبر میاشتو تر منځ ۱،۲۸ ميلیونه انسانان په غیر قانوني توګه اروپا ته داخل شوي دي.

ورځپاڼي دغه شمیرې د اروپايي کمیسیون د «اروپايي ټولني د سرحدونو او ساحلونو د ساتني او د بهرنیو پولو د موٍثره مدیریت» په نامه د خپاره شوي رپوټ په حواله ورکړي. په دغه رپوټ کې زیاته شوې ده چې «اروپايي ټولني ته غیر قانوني مهاجرت خپل اوج» ته رسیدلی دی.

د سرحدونو ناکافي ساتنه

د رپوټ په حواله د بروکسل کمېسیون چارواکو د اروپايي ټولنې د بهرنیو سرحدونو د ساتني پر میکانیزم سختي نیوکې وکړې او زیاته کړې ئې ده چې تر اوسه اخيستل شوي ګامونه ناکافي دي.

په دې توګه اروپايي کمېسیون دې نتیجې ته رسیدلی چي: «د هغو هیوادونو اتباع چې د اروپايي ټولني غړي نه دي، کولای شي د اروپايي ټولنې له بهرنیو سرحدونو څخه راتیر شي او بې له دې چې لومړی ئې هویت ثابت او راجستر شي او یا ئې په اړه له امنیتي نظره بشپړه څيړنه وشي، په اروپايي ټولنه کې خپل سفر ته ادامه ورکوي.»

کمېسیون د دې وضعیت په چټکه توګه د له منځه وړولو غوښتنه کړې او زیاتوي چې په دې موخه د اروپا د سرحدونو د ساتنې له پاره یوه قوي شریک سیاست ته اړتیا لري چې د ګډ مسئولیت پر مقرراتو ولاړ وي.

د «دي ویلت» ورځپاڼي په حواله به د اروپايي کمېسیون دا رپوټ سه شنبه د (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۵ نیټه) خپور شي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په دې منځ کې د شینګن د ساحې اعتبار چې د سفر پر آزادۍ تکیه کوي، تر پوښتنې لاندي راغلی.

په آلمان کې د بې کارۍ ډېرښت

په دې منځ کې د آلمان د «بيلد» ورځپاڼې د نورو شمیرو په اړه رپوټ ورکوي. د نړیوال اقتصادي انستیتوت د کارپوهانو د اټکلونو په حواله به د مهاجرت بحران په ترڅ کې آلمان تر ۲۰۱۷م کاله پوري ۳۷۶ زره اضافي بې روزګاران ولري.

د دغه انستیتوت له خوا زیاته شوې ده چې دوه سلنه هغه مهاجر چې د کار کولو توان لري او اړوند جواز هم ولري، وبه کولای شي چې کار پیدا کړي، نو په دې توګه به د اټکل له مخې تقریباً ۹۴ زره مهاجر کار ولري.

د ورځپاڼي په حواله کارپوهان اټکل کوي چې د ۲۰۱۷م کال تر پايه پوري به په ټولیزه توګه ۲،۷ ميلیونه مهاجر آلمان ته رسیدلي وي. په دې اساس به ۱،۱ ميلیون په ۲۰۱۵م کال، ۱.۰ ميلیون په ۲۰۱۶ او ۶۰۰ زره به په ۲۰۱۷م کال کې آلمان ته ورسیږي.