1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له عراقي کردانو سره د وسلو مرسته کوي

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ مرداد ۲۵, شنبه

په داسي حال کې چې اروپايي ټولني عراقي کردانو ته چې د اسلامي دولت په نوم وسله والي ډلي سره جنگيږي د پوځي تجهیزاتو او وسلو پر ورکړي موافقه کړې ده، ملگرو ملتونو په عراق کې د «اسلامي دولت» او النصره ډلو د منحلېدو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/1Cvgi
انځور: Reuters

د اروپايي اتحاديي د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۵مه) په بروکسل کې د یوې بېړنۍ غونډي په ترڅ کې د دغي اتحاديې د غړو هیوادونو له خوا عراقي کردانو ته د وسلو استولو پریکړه کړې ده.

عراقي ځواکونه او کردي «پيشمرگيان» يا ملېشه په دغه هیواد کې د «اسلامي دولت» ډلي له جنگیاليو سره د جگړې په حال کې دي. د اسلامي دولت ډلې په عراق او سوريه کې یو شمیر سیمي تر خپل کنترول لاندی راوستي دي.

امریکا متحده ایالاتو کردي ځواکونو ته وسلې او تجهيزات په اختیار کې ورکړي دي. د ځنو رپوټونو پر بنسټ ایران هم له کردي ملیشو سره پوځي مرستي کړي دي.

په عین وخت کې فرانسې او د چک مجهوریت هم ویلي دي چې غواړي کردانو ته وسلې واستوي. بریتانيا او هالنډ هم د ورته اقدام خبره کړې ده.

د وسلو د لیږد او قانوني محدودیتونو په هلکه اندېښنې

اتریش او سویډن د عراق او سوريي بحراني سیمو ته د وسلو له لیږد سره مخالفت ښودلی دئ، له همدې امله اروپايي اتحاديي په دې هکله پريکړه کول، غړو هیوادونو ته وسپارله.

د اروپايي ټولني یو شمیر غړي هیوادونه په دې نظر دي، داسې نه چې دغه وسلي د افراطيانو لاسو ته ورشي. په همدې دلیل تیر کال اروپايي اتحاديي د بشار الاسد رژیم پر ضد پاڅون کوونکو ته له وسلو ورکولو څخه ډډه وکړه.

د اروپايي ټولني غړو هیوادونو په اعلامیه کې راغلي دي چې د پوځي تجهیزاتو او وسلو د لیږد بهیر به د عراق د قوانینو پر اساس او د مرکزي دولت د چارواکو په خوښه ترسره شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر، وايي چې هيواد يې د پوځي تجهیزاتو د استولو په برخه کې له سیاسي او قانوني محدودیتونو سره مخامخ دی. شټاين مایر، زیاته کړه چې په راتلونکو ورځو کې به د عراق او کردستان تر سفر وروسته په دې اړه پريکړه وسي.

د ختیځي اروپا هیوادونو رول

څو ورځي دمخه امریکا متحده ایالاتو له اروپايي هیوادونو څخه غوښتي ول چې د کردي ځواکونو د تجهیزولو په موخه دې وسلي او پوځي وسایل ور واستوي. د چک جمهوریت د رواني میاشتي تر پایه پوري عراق ته د وسلو او پوځي مهماتو د استولو له پاره تياري ښودلې ده.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هم وايي چې د کردي ځواکونو وسلو ته په کتو سره چې د سړې جگړې پر مهال په دغو وسلو سمبال شوي دي، د ختیځ اروپايي هیوادونو له خوا د وسلو لیږد کیدای شي یو مناسب انتخاب وي.

د ختیځي اروپا یو شمیر هیوادونه د AK-47 (يو ډول ماشينگن) ډوله وسلو مختلف ډولونه جوړوي، چې کردي ځواکونه يې په پراخه پيمانه کاروي.

د « اسلامي دولت» او النصره جبهې د منحلېدو غوښتنه

د جمعې په ماښام د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو هيوادونو د رایو په اتفاق یو پریکړه لیک تصویب کړ چې پر اساس یې باید د «اسلامي دولت» او النصره جبهه منحل شي.

د دغه پریکړه لیک پر اساس د «اسلامي دولت» د ترورستي ډلي او النصره جبهې شپږ غړي هم د نړيوالو بندیزونو په ليست کې شامل کړل شوي دي. دغه شپږ تنه چې د دغو دواړو ډلو په رهبري کې دي، د دوی پر سفر به بندیز او سرمایه به ئې کنگل شي. ملگرو ملونو هغه ډلي چې له غو تروريستانو سره مالي یا نوري مرستې کوي هم په دغه بندیز کې شاملي کړي دي.