1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د راتلونکي کال په مارچ کې به یونان ته د مهاجرو لیږل پیل شي

۱۳۹۵ آذر ۱۸, پنجشنبه

اروپايي ټولنې وړاندیز وکړ چې د دې ټولنې غړي هیوادونه کولای شي د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې پناه غوښتونکي بیرته یونان ته ولیږي. دوی وايي چې په یونان کې د مهاجرینو له پاره ښه اصلاحات رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/2TyJP
Griechenland Hotspot Flüchtlingscamp Internierung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Panagiotou

د پنجشنبې په ورځ اروپايي ټولنې وړاندیز وکړ چې د دې ټولنې غړي هیوادونه کولای شي د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې پناه غوښتونکي بیرته یونان ته ولیږي. دغه وړاندیز په داسې حال کې کیږي چې د اروپايي ټولنې له غړو هیوادونو څخه یونان ته د خرابو حالاتو له امله د مهاجرینو د لیږد لړۍ د پنځو کلونو له پاره بنده شوې وه.

د اروپايي ټولنې کمیسیون په دې هکله وویل چې یونان په ۲۰۱۱م کال کې د محکمې د غوښتنې په اساس په خپله خاوره کې د کډوالو له پاره د اوسیدو شرایط ښه کړي دي. په دې هیواد کې د ژوند د خرابو شرایطو له امله له اروپايي هیوادونو څخه یونان ته د مهاجرینو د لیږد لړۍ بنده شوې وه.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت د کمیسیون مشر، دیمیتریس اورامپولوس خبري کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د راتلونکي کال په پیل کې په تدریجې توګه یونان ته د پناه غوښتونکو د لیږد وړاندیز کوو.» د دې کمیسیون د چارواکو په حواله د دې کار د پیل له پاره د راتلونکي ۲۰۱۷م کال د مارچ میاشتې ۱۵ نیټه په پام کې نیول شوې ده.

اورامپولوس چې په خپله هم د یونان هیواد وګړی دی، په دې هکله وویل: «یونان په ډیرو سختو حالاتو او د فشار لاندې ډیر کار کړی او په دې وتوانید چې په تیرو څو میاشتو کې د مهاجرینو له پاره یو منظم سیستم رامنځ ته کړي.» هغه وايي چې د دې کار له پاره زه د یونان ستاینه کوم.

په دې پروګرام کې کوم کسان شامل دي

په دې توګه هغه کسان چې له دې وخت څخه مخکې له یونان څخه وتلي دي بیرته دې هیواد ته انتقالیږي. د دې وړاندیز په پایله کې به هغه مهاجرین بیرته یونان ته لیږل چې د د راتلونکي کال د مارچ میاشتې د ۱۵ نیټې وروسته له یونان څخه نورو هیوادونو ته غواړي لاړ شي.

په دې پروګرام کې ماشومان او له خطرونو سره مخ کسان ګډون نه لري. په ورته وخت کې یونان باید د هغو کسانو له پاره د درملنې منظم شرایط هم برابر کړي چې د دې پروګرام له لارې بیرته دې هیواد ته انتقالیږي.

اورامپولوس همدا راز وویل چې په عملي بڼه په نږدې راتلونکې کې به یوازې ډیر کم شمیر کسان به د دې پروګرام له لارې یونان ته انتقال شي.

د اروپايي ټولنې د ډبلن د پناه غوښتنې د قانون له مخې، د دې اتحادیې په هغو غړو هیوادونو کې چېرته چې د لمړي ځل له پاره مهاجر رسیږي باید د هغوی د پناه غوښتنې لړۍ په همغه هیواد کې پيل شي. په دې قانون کې همدا راز راغلي کې چیرته بیا وروسته یو مهاجر له خپل لومړي هیواد څه نورو هیوادونو ته انتقال شي، باید لومړنۍ هیواد یې د بیرته لیږلو پرمهال ومني.

اروپا ته د مهاجرت کړکیچ

په افریقايي هیوادونو او منځني ختیځ کې د جګړو له امله نورو اروپايي هیوادونو ته د مهاجرینو د تګ اصلي لار یونان او اټالیا ګڼل کیږي.

په ۲۰۱۱م کال کې کې د یونان ناوړه اقتصادي حالت او د کډوالو له پاره د اوسیدو خراب شرایط د دې لامل شول چې د اروپايي ټولنې محکمه پریکړه وکړي چې دغه هیواد ته باید مهاجر بیرته ونه لیږل شي.

په اروپايي ټولنه کې د مهاجرینو د پناه غوښتنې سیستم د اصلاحاتو له پاره د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د آلمان صدر اعظمې انګلا مرکل وویل: «راځئ چې حقیقت ووایو او هغه دا چې په اوسني شکل د ډبلن پروسه نا مکمله ده.»

په ورته وخت کې په آلمان کې د مهاجرینو شمیر هغه وخت مخ پر زیاتیدو شو چې دې هیواد اعلان وکړ چې که څه هم سوریايي مهاجرو د اروپايي ټولنې په نورو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده، دوی دغه مهاجر په آلمان کې مني.