1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه په یونان کي له مهاجرو سره مرستي کوي

۱۳۹۶ مرداد ۵, پنجشنبه

د اروپايي ټولنې کمیسیون په یونان کې د مهاجرو له پاره د ۲۰۹ میلیونه یورو بیړنیو مرستو وړاندیز کړی، څو په دې هیواد کې له بند پاته مهاجرو سره د کورنو د کرايې او اولیه توکو له پاره نغدي مرسته وشي.

https://p.dw.com/p/2hF4p
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

اوسمهال په يونان کي د سوریې، افغانستان او عراق شاوخوا ۶۲ زره داسې مهاجر بند پاته دي چې غواړي د اروپا شمالي هیوادونو ته ځانونه ورسوي. دوی په یونان کې هغه وخت بند پاتې شول چې د اروپايي ټولني ځینو غړو هیوادونو د تیرکال په مارچ میاشت کې خپل سرحدونه وتړل.

د دغو مهاجرو زیاتره يې د یونان د ټاپو ګانو په داسې کمپونو کې ژوند کوي چې پکښې تر ظرفیت ډیر مهاجر میشته دي. ویل کیږي چې د دوی د ژوند حالت هم ډیر خراب دی او کله نا کله له تاوتریخوالي سره هم مخامخ کیږي.

په دې ترتیب سره به د دغو مرستو په مټ چې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ سره په ګډه اعلان شوې، د یونان په ښارونو او ځینو ټاپو ګانو کې ۲۲ زره کرايي کورنه چمتو کړي. ټاکل شوې ده چې دغه کورونه به د یونان او د دې هیواد په مختلفو ټاپو ګانو کې په دوه زره بیلابیلو ځایونو کې موقعیت ولري.

د اروپايي ټولنې دغه کمیسیون همدا راز ویلي دي چې په دې کار سره به د ۲۰۱۷م کال ترپایه پورې د هغو کسانو شمیر ۳۰ زرو ته لوړ شي چې په کرايي کورونو کې ژوند کوي.

د بشري مرستو او کړکیچ د مدیریت په برخه کې د اروپايي ټولني کمیشنر کریستوس شتایلیانیدیس، د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي دي چې «زموږ دغه نوي مرستي به د مهاجرو او مهاجرو ژوند بل ډول کړي.»

نوموړي همدا راز ویلي دي چې د دې تازه پروژو هدف دا دی چې مهاجر له کمپونو څخه وایستل شي او د ورځني ژوند په کورنو کې ځای په ځای شي ترڅو له  دوی سره مرسته وشي چې عادي او لا ډیر خوندي ژوند ولري.

د دغو مرسته یوه مشخصه برخه به داسې مهاجرو ته ورکړل شي چې کارتونه لري، ترڅو د نغدو پیسو په ورکړي سره دوی د خپل ژوند اولیه اړتیاوې لکه خوراک، درمل او د تګ راتګ ستونزي پرې حل کړي.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت او کډوالۍ کمیشنر دیمیتریس اورامپولوس د دې تازه مرستو په هکله ویلي دي چي «اروپا د پیوستون او لاس ورکوونکې په معنی ده او د نن ورځې دغه پریکړه د همدې خبرې څرګندی ده.»

زموږ له ارشيف څخه: