1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه کي د پناغوښتني شرايط بايد يو سي

محمد قاسم نوري (بيرند)۱۳۹۲ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د پناغوښتونکو پر حقوقو باندي تر دوامداره او ډيرو جرو بحثو وروسته، بلاخره اروپايي ټولني يوه اصلاح سوې طرحه وړاندي کړه. د دغي طرحي پراساس بايد د پناغوښتونکو د قبليدو د جريان مراحل رالنډ او يو شان سي.

https://p.dw.com/p/18oPp
Fluechtlinge aus dem Irak warten am Donnerstag, 19. Maerz 2009, im Flughafen in Hannover auf die Weiterfahrt in das Durchgangslager 'Friedland'. Die ersten irakischen Fluechtlinge, die Deutschland im Rahmen einer humanitaeren Aktion aufnimmt, sind am Donnerstag in Niedersachsen angekommen. (AP Photo/Axel Heimken) Refugees from Iraq sit in the airport in Hanover, Germany, Thursday, March 19, 2009, waiting for a transport to the border transit camp. More than 100 Iraqi Christians in search of a safer life arrived Thursday in Hanover. The group of nearly 120 refugees arrived a day before the sixth anniversary of the U.S.-led invasion of Iraq on a chartered plane from Syria. The resettlement is part of a program sponsored by the U.N. High Commissioner for Refugees. It is expected to help 10,000 Iraqi Christians relocate to Germany, Sweden and elsewhere in Europe. (AP Photo/Axel Heimken)
Deutschland Irak Flüchtlinge Ankunft in Hannoverانځور: AP

د اروپايي ټولني د کورنيو چارو وزيرانو ۱۴ کاله او وروسته بيا د دغي ټولني پارلمان د پنا غوښتونکو پر حقوقو باندي خبري او معامله سره وکړه. اوس د پناغوښتونکو په اړه د يوه سلسله نوو مقرراتو طرحه جوړه سوې ده، چي پراساس به یې په اروپايي ټولنه کي د پناغوښتونکو د قبليدو د جريان مراحل يو ډول او چټګ کړي.

د نوي مسودې پر اساس به په راتونکي کي د پنا غوښتونکو يوغوښتنليک ۶ مياشتي په بر کي ونيسي، پداسي حال کي چي پخوا د هغه له پاره ۲۴ مياشتي پکار وې. د اروپايي کميسارۍ د معلوماتو پراساس هر کال له دغي ټولني څخه نزدې۳۳۰۰۰۰ کسان د پنا غوښتنه کوي.

خو يوازي هغه کسان قبليږي چي په خپل هيواد کي له سياسي او يا مذهبي لحاظه تر تعقيب لاندي وي. پسله دې به نورو کسانو، لکه همجنسبازانو ته هم دغه حق ورکول کيږي. خو په اصطلاح اقتصادي پناغوښتونکي یا د اقتصادي دلايلو له کبله اوس هم اساساً د پناغوښتني حق وجود نه لري.

په اروپايي ټولنه کي له کاله د ۷۰۰۰۰ په شاوخوا کي انسانانو ته پنا ورکول کيږي. دا په دې معنی، چي یوازي۲۵ سلنه راغلي کسان قبليږي او نورو ټولو ته د رد جواب ورکول کيږي.

تر اوسه پوري د اروپايي ټولني په هر غړي هيواد کي د پنا د قبليدو چانس او مقرراتو توپير درلود، چي دا به هم په کراره کراه سره يوسي. د اروپا په پارلمان کي د جرمني د سوسيال ډيموکراټانو گوند وکيله بېرگيت سيپل په دې نظر ده چي په نوې مسوده کي شرايط تر پخوا ښه سوي دي او د قبليدو چانس هم ډير سوی دی:

«په مشخص ډول د کور پيداکول او په خاص ډول د کم سنه پناغوښتونکو د اوسیدو له پاره واضح مقررات موجود دي. په هغه کي د هغو پناغوښتنونکو له پاره هم مقررات وجود لري، چي يوې حقوقي ملاتړ ته ضرورت لري. دوی ته بايد د دوی موجوده حالت، په هغه ژبه بيان سي چي دوی ورباندي پوهيږي.»

د اروپايي ټولني د داخلي مسايلو د کميشنرۍ وياند مايکل کرکون وايي: «هر څوک چي اروپايي ټولني ته راځي، بې تفاوته ده چي له کومه ځايه راځي، د دې حق لري چي د پنا غوښتنه ورکړي او د انساني کرامت پراساس ورسره چلند وسي.»

د نوو مقرراتو پراساس بايد د اروپايي ټولني هر غړی هيواد د پناغوښتونکو د اوسيدو له پاره په نظر کي نيول سوی حد اقل سټانډرد رامنځته کړي.

تر اوسه پوري په ډيرو هيوادو کي راغلي پناغوښتونکي او مهاجرين بنديان کيږي او يا په ځانگړو کمپونو کي اچول کيږي، چي دا کار به د نوو مقرراتو پر اساس په راتلونکې کي هم دوام پيدا کړي.