1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني او افغان حکومت د مهاجرو په اړه موافقې کړې

۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبه

اروپايي اتحاديه له افغان چارواکو سره موافقې ته رسېدلي، څو د هغو افغان مهاجرو د بيرته ستنېدو پروسه گړندۍ کړي چي په اروپا کي ئې د پناه غوښتنه نه وي منل سوې.

https://p.dw.com/p/2Qpm1
LaGeSo Flüchtlinge Warteraum Berlin Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/G.Fischer

دغه هوکړه يوه ورځ مخکي له هغه کنفرانس څخه کيږي چي په بروکسل کي له افغانستان سره د مرسته کوونکو هيوادونو له خوا رابلل سوی دئ.

ددغي موافقې له مخي اروپايي اتحاديې نن اعلان وکړ چي افغانستان ژمنه کړې ده چي هغو افغان مهاجرو ته به د يوې مياشتي په موده کي د سفر اسناد برابروي چي په اروپا کي د پاتېدو چانس نه لري.

د دغو مهاجرو د بيرته تگ لگښت اروپايي ټولنه پر غاړه اخلي. په پام کي ده چي د چهارشنبې په ورځ له افغانستان سره د نړيوالو مرستو ستر کنفرانس چي د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي جوړيږي، اروپايي اتحاديه به له افغانستان سره تر ۲۰۲۰م کاله پوري له کاله د ۱،۱ ميليارد ډالرو مرستو ژمنه وکړي.

افغان چارواکو تر دې مخکي ويلي ول چي په اروپا کي د مېشتو افغان مهاجرو په اړه به د بروکسل تر کنفرانس مخکي له اروپايي ټولني سره يوې موافقې ته ورسيږي.

جرمني تر دې دمخه لا ويلي ول چي له افغان چارواکو سره داسي يوې موافقې ته سره نژدې سوي دي چي له مخي به ئې هغه افغان مهاجر چي په جرمني کي د پاتېدو چانس نه لري بيرته افغانستان ته ستانه کړي.

دوي ويلي دي چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي پکښې امنيت خوندي دی او مهاجر کولای سي چي دغو سیمو ته ستانه سي.

اروپا ته مهاجرت