1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني د عراقي پنا غوښتونکو د منلو موضوع څنډولې ده

۱۳۸۷ مرداد ۴, جمعه

اوس آلمان هره مياشت له 600 څخه تر800 تنو پوري عراقيان نيسي.د اورپايي ټولني نور هيوادونه يي هم قبلوي، تر ټولو زيات هالنډ، سويډن او فرانسه. ځيني بيا دا کار هيڅ نه کوي لکه اطريش

https://p.dw.com/p/Ejis
يوه سپين سرې عراقي د اروپا په دروزو کي د پناغوښتني په تمه ده
يوه سپين سرې عراقي د اروپا په دروزو کي د پناغوښتني په تمه دهانځور: AP/DW

ميخاييل بيکر له ليکي، چي د عراقي پناه وړونکو د پاره کوم څه نه دي ځني راوتلي. دا ابتکار چي له عراق څخه تر سخت خطر لاندي پناه وړونکي به اورپايي ټولني لخوامنل کيږي، اوس ځنډول سوی.د فرانسې د کورنيو چارو وزير او د اورپايي ټولني مشر برايس هورته فوکس په ډاگه کوي، چي پر کومو ټکو او فورمول باندي د اورپايي ټولني د کورنيو چارو وزيران سره موافق دي:«يو شمير هيوادونه اوس هم له عراق څخه پناه ور وړونکي مني او موږ يې لا ورته هڅوو، چي دې کار ته دوام ورکړي- البته د ملگرو ملتونو په خوښه سره.»

له بلي خوا دوی غواړي چي په عراق کي وروستي پرمختگونه لومړی وڅېړي. نو بيا به اورپايي ټولنه د سپتمبر په مياشت کي دا پرېکړه کوي، چي آيا د عراقي کډوالو په وړاندي کوم شريک دريځ غوره کولو ته کوم احتياج سته او که نه.

د آلمان د کورنيو چارو وزير وولفگنگ شويبله د اورپايي ټولني پلانونه په ټپه درولي دي، ولو که درې مياشتي دمخه يي دا ابتکار پخپله کړی وو. شويبله د اپريل په مياشت کي دا وړانديز وکړی، چي که امکان ولري هغه عراقي عيسويان چي له سخت زورزياتي او تعقيب سره مخامخ دي، اورپا ته راوغواړي. خو د عراق لومړي وزير نوري المالکي د اونۍ په پيل کي له برلين څخه د کتني په ترځ کي، په کلکه سره وغوښتل، چي په دې اړوند اورپايي ټولنه خپل پلان وځنډوي.

د جرمني د کورنيو چارو وزير وولفګنګ شويبله او د مهاجرينو رييس
د جرمني د کورنيو چارو وزير وولفګنګ شويبله او د مهاجرينو رييسانځور: picture-alliance / dpa

شويبله وايي، چي نوري المالکي د آلمان له لومړۍ وزيري انگيلاميرکل سره په خپلو خبرو کي په ډاگه کړه چي:« دوی ډير کوښښ کوي، په تېره بيا هغه عيسويان چي له عراق څخه وتلي دي، دې ته وهڅوي چي بيرته خپل هيواد ته راستانه سي. دوی ياني عراقيان په دې تلاښ کي دي، تر څو داسي شرطونه برابر کړي، چي نه يوازي د عراق په څينو برخو کي بېرته تگ، هغه هم تر امنيتي شرطونو لاندي، ممکن وي»

اورپايي ټولنه بايد دا پلانونه شنډ نه کړي، او شويبله زياتوي چي دا غوښتنه هم منو.

شويبله دا هم څرگنده کړې، چي آلمان به سره له دې عراقي پناه وړونکو ته ځای ورکوي. اوس آلمان هره مياشت له 600 څخه تر800 تنو پوري عراقيان نيسي. د اورپايي ټولني نور هيوادونه هم عراقي پناه وړونکي قبلوي: تر ټولو زيات هالنډ، سويډن او فرانسه. ځيني بيا دا کار هيڅ نه کوي لکه اطريش.

د عراق لومړی وزير نوري المالکي
د عراق لومړی وزير نوري المالکيانځور: AP

حقيقت خو دا دی، چي د عراقي عيسويانو د ژغورني په منظور د شوبيله ابتکار هسي هم په اورپايي ټولنه کي چندان جدي نه و نيول شوی. دا چي ده زياتره د عيسويانو غم خواړه، د نورو لخوا نه منل کيدی، او داهم ويل کيږي، چي د پناه وړونکو په منلو کي دين او عقيده بايد کوم رول ونه لوبوي.

که شويبله د پنجشنبې په ورځ خپل پلانونه ځنډولي هم نه وای، کومه د پاملرني وړ نتيجه نه ځني راوتله، او دا خبره هم ليري وه چي وپتېيل سي، چي کوم هيواد به څومره مهاجر نيسي.

د دې پريکړي پر ضد په آلمان کي له کليساگانو او بشري حقونو څارونکو ټولنو څخه سخت ايرادونه نيول سوي دي، د عمومي بخښني نړيوالي ټولني امنستي انټرنشنل څرگنده کړې، چي د اورپايي ټولني دا پريکړه غلطه او خطرناکه ده. د عراق د لومړي وزير څرگندوني بې بنياده دي.