1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې د نوبل د سولې جایزه وګټله

۱۳۹۱ مهر ۲۱, جمعه

د نوبل د جایزې کمیټې اروپایي ټولنې ته د ۲۰۱۲ کال د سولې جایزه ورکړې ده. دغه جایزه اروپايي ټولنې ته د سولې، پخلاینې او دیموکراسي له پاره د دې ټولنې د هڅو له پاره ورکړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/16P6j
انځور: picture-alliance/dpa

د جمعې د ورځې اعلان د ډیرو کسانو له پاره یو ناڅاپي خبر وو خو یوه نارویجي تلویزیون د جایزې تر رسمي اعلان یو ساعت مخکې ویلي وو چې اروپايي ټولنې دغه جایزه ګټلې ده.

د نوبل د جایزې د کمیټې مشر توربجورن یګلند، وویل چې دغه جایزه اروپايي ټولنې ته تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د سولې، پخلاینې، دیموکراسي او بشري حقونو له پاره د کار په خاطر ورکړل شوې ده. هغه په دې برخه کې د المان او فرانسې تر منځ پخلاینه او د هغوی روانې ملګرتیا ته اشاره وکړه. هغه وویل:

«د اویا کلونو په موده کې المان او فرانسې له یو بل سره درې وارې جګړه کړې وه. خو اوس د فرانسې او المان تر منځ د جګړه په اړه ان فکر هم نه شي کیدای.»

همدار راز یونان، هسپانیې او پرتګال ته په اروپايي ټولنه کې تر شاملیدو مخکې د دیموکراسي د شرايطو د پوره کولو د شرط ټاکنې ته هم د هغه فکتور په توګه اشاره شوې ده چې له مخې اروپايي ټولنې ته د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوې ده.

د نوبل د جایزې کمیټې همدارراز د اروپايي ټولنې له خوا د دیموکراسي او بشري حقونو له پاره کار او په دې اتحادیه کې د کروشیا او ترکیې د شاملیدو د امکاناتو برابرولو ته هم اشاره کړې ده.

د المان حکومت اروپايي اتحادیې ته د سولې د جایزې د ورکولو هر کلی کړې دﺉ. د دې هیواد د صدراعظمې ویاند ستیفن زیبیرت، ویلي دي چې دا د ټولو له پاره د خوښۍ خبره ده. هغه زیاته کړې ده چې دغه جایزه د اروپایي ټولنې د کارونو ستایل دي او دا چې المان د دې اتحادیې ټولو غړو ته د دې جایزې د ګټلو تبریکي وایي.

د اروپا د پارلمان مشر مارتین شولز، په خپل تویتر پاڼه کې لیکلي دي چې د دې جایزې په ترلاسه کولو ډیر ویاړي.

مسعود جهش (دویچه ویله، رویترز، د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم