1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنې له ترکیې زیات کډوال منلي

۱۳۹۶ تیر ۶, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو د هغو شمیرو خلاف چې له ترکیې سره له وړاندې نه پرې توافق شوی، پنځه برابر ډیر مهاجرین منلي دي. دغه توافق د مهاجرت د کړکیچ پر مهال د دواړو لورو ترمنځ شوی وو.

https://p.dw.com/p/2fSiS
Griechenland Kos  Bootsflüchtlinge Symbolbild Schlepper
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Kolesidis

په اروپا کې د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت تر کړکیچ وروسته، اروپايي ټولنې او ترکیې د دغې ستونزې د حل په موخه یوه دوه اړخیزه توافقنامه لاسلیک کړه. د دې توافقنامې پر اساس، انقره مکلفه ده چې له اروپايي ټولنې څخه د شپږ میلیاردو یورو مرستو په ترلاسه کولو سره له ترکیې څخه یونان ته تللي او رد شوي مهاجرین بیرته ومني.

سربیره پر دې اروپايي ټولنې ژمنه کړې وه چې د هر هغه رد شوي مهاجر پر سر چې ترکیه یې له یونان څخه بیرته ومني، یو سوریايي مهاجر په مستقیمه توګه له ترکیې څخه ومني.

د «بیلد» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو له ترکیې سره پخوا د لاسلیک شوې تفاهمنامې خلاف کابو پنځه برابره ډیر مهاجرین له ترکیې منلي دي. دغې ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د کمیسیون له خوا د تازه معلوماتو پر اساس دغه شمیرې خپرې کړي دي.

 د ۲۰۱۶م کال له مارچ میاشتې راهیسې چې دغه توافقنامه عملي شوه، د ترکیې له لارې یونان ته تللي ۱۲۱۰ مهاجر بیرته ترکیې ته اخراج شوي دي. اروپايي ټولنې هم په دې ترڅ کې له ترکیې څخه ۶۲۵۴ سوریايي مهاجر په قانوني توګه منلي او هغوی یې د اروپايي ټولنې پر ۱۵ غړو هیوادونو باندې ویشلي دي. له دې شمیر څخه، آلمان ۲۲۷۰ مهاجر منلي دي. په دې ترتیب نو له یونان څخه ترکیې ته د هر مهاجر د لیږلو په بدل کې، اروپايي ټولنې له ترکیې څخه ۵ مهاجر منلي دي.

د اروپايي ټولنې کمیسیون د یونان له جزیرو څخه ترکیې ته په قاچاقي توګه د مهاجرینو انتقال په یونان کې د مهاجرینو د ارزونې د لړۍ د «پڅوالي» اصلي سبب ګڼي. هغه مهاجرین چې له ترکیې څخه یونان ته داخلیږي د پناه غوښتنه کوي او د هغوی د پناه غوښتنې هره دوسیه سمدلاسه تر ارزونې لاندې نیول کیږي او د رد کیدو په صورت کې دغه پناه غوښتونکي بیا ژر ترکیې ته اخراجیدای شي.

هغه کسان چې په یونان کې یې د پناه غوښتنه رد شوي وي کولای شي چې یو ځل بیا دغه شان غوښتنه وکړي. په یونان کې د مهاجرینو د دوسیو د بیا ارزونې کمیسیون په هره اوونۍ کې په اوسط ډول شاوخوا ۴۷ داسې دوسیې بیا ارزوي. په حقیقت کې دغه کار، د یونان په ټاپو ګانو کې د مهاجرینو په کمپونو کې د مهاجرینو د ډیریدو سبب ګرځیدلی دی.

په داسې حال کې چې د یونان په ټاپوګانو کې د مهاجرینو اوسني کمپونه د ۷۴۰ کسانو له پاره په پام کې نیول شوي خو اوسمهال په دې کمپونو کې  ۱۳ زره او ۹۶۸ کسان ژوند کوي.