1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کمیسیون ښايي ګډه دفاعي بودجه جوړه کړي

۱۳۹۵ آذر ۱۰, چهارشنبه

د رپوټونو په حواله د اروپايي ټولنې کمیسیون به خپلو غړو هیوادونو ته د یوې داسي بودجې وړاندیز وکړي چې له مخي يې پوځي پروژې تمویل شي. کيدای شي د ناټو غړي هیوادونه به د امریکا تر فشار لاندي راشي چې خپله دفاعي بودجه لوړه کړي.

https://p.dw.com/p/2TUtx
Frankreich Flugzeugträger Charles de Gaulle Einsatz Syrien IS
انځور: Getty Images/AFP/A. C. Poujoulat

د آلمان "زود دویچه څایتونګ" ورځپاڼي ویلي دي چې اروپايي کمیسیون پر خپلو غړو هیوادونو باندي فشار راوړي چې یوې ګډې دفاعي بودجې ته په پیسو ورکولو سره خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي. د دغې دفاعي ګډې بودجې جزئیات ښايي د چهارشنبې په ورځ بربنډ شي.

د ورځپاڼي په حواله، دغه بودجه به د ګډو پروژو د تمویل په موخه لکه د بې پیلوټه الوتکو پر تکنالوژۍ ولګول شي. د دغې ګډې بودجې په اړه په داسې حال کې بحثونه تاوده شوي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د دونالد ترمپ تر بریا وروسته، د اروپا د امنیت په هکله نوي پوښتنې پيدا شوې دي.

تر دې مخکې د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلود یونکر، په سپتمبر میاشت کې اعلان کړی وو چې د روان کال تر پایه پوري به د اروپا یوه ګډه دفاعي بوجه جوړه شي. د کډې بودجې هدف د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونو تر منځ د لا ډیري همکاري رامنځ ته کول دي.

د ورځپاڼي په حواله د پیسو د مصرف د څرنګوالي په اړه به بیا وروسته پریکړه وشي. اروپايي هیوادونه ښايي د دونالد ترمپ تر بریا وروسته، د امریکا متحدو ایالاتو تر فشار لاندي راشي چې خپل لکښتونه لا پسې لوړ کړي. د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، هم په اکتوبر میاشت کې ویلي ول چې د خپل هیواد پوځي لګښتونه به لوړ کړي.

نور مطالب: