1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي کمېسيون د کډوالو د مېشته کولو نوی پروګرام جوړوي

۱۳۸۸ شهریور ۳۱, سه‌شنبه

په ملگرو ملتونو کي د کډوالو سره د مرستو اداره اټکل کوي، چي په ټوله نړۍ کي750000 تنه داسي کډوال شته، چي نه په کوربه هېواد کي پاتيدای سي او نه خپل هېواد ته ستنېدای سي...

https://p.dw.com/p/Jm7U
يو شمېر افغانان اروپايي هيوادونو ته د تلو په تمه
يو شمېر افغانان اروپايي هيوادونو ته د تلو په تمهانځور: DW

د اورپا کمسيون غواړي چې له دې ډلې څخه يوه وړه برخه بايد اورپايي ټولنه په يوه شريک او منسجم پروگرام کې ورونيسي.

د هر نيول کېدونکي کس د پاره ښايي چې منونکی هېواد، د کډوالو د پاره د اورپا له وجهي صندوق څخه ٤٠٠٠ يورو لاس ته وروړي. د اورپايي ټولنې د شورا موجوده مشر او د سويډن د ناقلينو وزير توبياس بېل ستروم Tobias Billström له دې وړانديز څخه په پلوۍ سره وايي:

«موږ نن ورځ زيات شمېر انسانان وينو، چې د دنيا په کوم گوټ کې د کډوالو په لاگرونو کې ژوند کوي، هغه کسان چې کوم بل ځای کې د مرستې پلټنې وس نه لري. د ځای پرځای يا مېشته کولو د يوه پروگرام له مخې به موږ يو شمېر دې کسانو ته په ټولنه کې پناه ورکړی شو، او هغه هم له اوسني حالت څخه په بله بڼه سره، ځکه اوس هم يو شمېر غړي هېوادونه د مېشته کونې پروگرامونه لري او يو شمېر يې نه لري، او ځينې بيا دا نه پوهيږي، چې د مېشته کونې په دې پروگرامونو کې کوم امکانات شته.»

ولو که دې وړانديز په عمومي توگه سره ښه انعکاس موندلی، مگر يو څه پياوړی مقاومت يې هم پرضد موجود دئ. د مثال په توگه د اطريش د کورنيو چارو وزيره ماريا فکتر Maria Fekter سخت شرطونه ږدي او څرگندوي:

«اول دا چې د بېرته مېشته کونې په دې پروگرام کې برخه اخيستنه ښايي په خپله خوښه سره وي! دا خپله خوښه او رضايت نه بايد چې تر فشار لاندې ونيول شي، او نه د نه نيولو د کوم دليل په غوښتلو سره. دريم دا چې، پخپله په اورپايي ټولنه کې د دې کار د منفي اغېزو مخه ونيول شي. زه دلته د بنسټ پالنې په فکر کې يم، زه دلته د هغو لانجو فکر کوم، چې موږ په خپلو ملتونو کې د هغوی مخه نيولای شوای.»

د ملگرو ملتونو د کډوالو د کميسار Antonio Guterres د پاره دا شرطونه د يوه سره دستمال مفهوم لري. ده راټول شوو د کورنيو چارو وزيرانو ته د پرانستې اورپا خبره کوله.

«گوتريس وايي: موږ باور لرو، چې اورپا د پناوړنې لويه وچه ده او وي به. دا د اهميت وړ کار دئ، چې اورپا پناوړونکو ته خپله لاره پرانيزي او د دوی د غوښتنو سره سمه معامله ورسره وکوي».

گوتريس ښه پوهيږي، چې له چا څخه غږيږي. ايطاليه له څو مياشتو راپديخوا کډوال او پناه وروړونکي د مديترانې د سمندرگي له لارې بېرته ليبيا ته استوي. د گوتريس په اند ليبيا د کډوالو د پاره خوندي ځای نه دئ. د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې په يونان کې د کډوالو لاگرونه هم څېړلي دي. د آلمان د کورنيو چارو د وزير وولفگنگ شويبله د څرگندونو له مخې، د هغوی حالت په ټوله اورپايي ټولنه باندې تياره اچوي. شويبله په ډاگه کوي:

«د اورپا په هېڅ ځای کې بايد د بشري حقونو اساسات تر پښو لاندې نه شي، همدا ټکی د اورپا د يووالي اصلي مفکوره هم جوړوي. نو موږ دا علت وينو چې بايد گوته ورته ونيسو.»

Hasselbach, Christoph/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل