1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايی ټولني دیورود ثبات هراړخيزه اصلاحات تصويب کړه

۱۳۸۹ آبان ۷, جمعه

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل نن د اروپايی ټولني تر سرمشريزي وروسته د هغه دنتايجو څخه رضاييت ښکاره ، اووويل چي ديورو ددوامداره ثبات لپاره ددې د وړانديزیوه برخه منل شويده

https://p.dw.com/p/PrfK
انځور: picture-alliance/dpa/DW

دې دلزبن په تړون کي دبدلون دراوستلو تقاضا کړی وه، دا وايی:

«ټولوپدي کي يووالی سره درلوده چي دبحران دمخنيوي لپاره بايد یو دوامداره ميکانيزم منځته راوړل شي ، اوپدې کي هم ټولو يو والی درلوده چي دا ميکانیزم باید دغړو هیوادو لخوا رامنځته شی .او ټول پدې عقیده هم وو چي ددې دپاره په تړون کي دمحدود بدلون راوستل لازمي دي .

NO FLASH EU Gipfel Brüssel Belgien
انځور: AP

داپريکړه چي دابدلون بايد څنګه وي د دسمبر په مياشت کي کيږي . ميرکل په ټينګار سره ویلی دي چي المان ترڅو چي دلزبون دیورود ثبات په تړون کي په صراحت سره اجازه ورنکړله شي، دیورو دحوزې په تنګسو باندي اخته شويو هيوادونوته مرسته نشی ورکولاي.

دسویدن دحکومت مشر فرید ريک راین فلد دالمان دې دریز ته تفاهم ښوده او ویلي يې دي:

«المان چي مونږ ته وايی چي مونږ ددي لپاره په تړون کي واړه بدلون ته چي نورو ته تاوان نه رسوي اړيو نو کولای شو چي دهغه وړانديیز ومنو.

په دغه تغير سره به يو دبل دپورونود په غاړه اخيستو ممانعت له منځه ولاړ نسی. خو کله چی ددوی ګډ اسعار بیا په خطر کي ولويږي دلزبن دیورودثبات دتړون هيوادونه به دهغه دبچولو لپاره دمرستي دکولو اجازه ترلاسه کړي .

merkel EU Gipfel
د جرمني صدراعظمه انګيلا ميرکل د اروپايی ټولني په سرمشريزه کښيانځور: AP

خو دمیرکل دويمه تقاضا به دتړون په جوهر کي دبد لون دراوستلو سبب شي چي بيا دغړو هيوادونو دپارلمانونو لخوا بايد ومنل شي. ددې دويمه تقاضا داوه چي هغه هیوادونه چي په دوامداره ډول دبودجی لوړ کسر لري درای ورکولو اجازه ونلری . خودميرکل اوسرکوزی ددی تقضا پلویان ډير کم وو. ډيريو هيوادونوتضادورسره وښود، او داروپايی کمسیون مشر باروسو يی هم په ډله کي شامل وو، ده وويل:

«که په تړون کي دتغيرمعنی داوي چي دغړيو هیوادونو درايی حق ترې واخلي نوزه يی دمنلو وړ نه بولم. اودابه يو نه عملي کیدونکی کار هم وي دا په تړون کي دکمکي بدلون راوستل ندي اوددې لپاره به دتړون ټول غړي هيوادونه هيڅکله موافقه ورسره ونکړي .»

دلوګسامبورګ صدراعظم جان کلود يونکر چي دميرکل اوسرکوزي ددي تقاضادمخالفينو په راس کي ځای لري، وويل چي دا نوره زمونږددې خبرو موضوع نده . ده زياته کړه .

«له غړيو هیوادونوڅخه درايی دحق اخيستل او دهغه په هکله خبري اوس بيخي بيرته غورځول شويدي ښاغلي رومفي پدې مسله باندي فکر کوي . »

دحکومتونو اودولتونومشرانوپدې پوښتنه کي يوازي پردې باندي موافقه کړيده چي داروپايی جرګي مشر هرمن فان رومفي ته له هغوهیوادونو څخه چي دبودجې کسريې ډير دی، په رايو اخيستلو باندي غور وکړي.

سوزانه /رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري