1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي اتحادیه او ترکیه د یوه توافق پر سر راضي شوي

۱۳۹۴ اسفند ۲۸, جمعه

اروپایي اتحادیه او د ترکیې لومړی وزیر احمد داود اوغلو د کډوالو پر کړکیچ د برلاستوب له پاره د یوه تړون په هکله موافقې ته رسیدلي دي. دغه خبر د فنلنډ صدراعظم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1IFw7
انځور: The European Union

په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې او ترکیې په سرمشریزه کې د اقداماتو د بستې پر اساس باید د آژه سمندرگي له لارې اروپا ته د کډوالو د هجوم مخه ونیول شي. د هغې په بدل کې ترکیه د خپلو وگړو له پاره د ویزې، اروپایي ټولنه کې د ترکیې د شاملیدو له پاره مذاکراتو او همداشان اقتصادي مرستو په برخه کې امتیاز تر لاسه کوي.

په دې هکله د پنجشنبې له ورځې راهیسې په بروکسل کې د دغې اتحادیې سرمشریزه روانه وه.