1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپایي ټولنه د سوریې د اپوزیسون په اړه هم نظره نه ده

۱۳۹۱ آبان ۳۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16m83

د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه د سوریې له نوي اپوزیسیون سره د چال چلند په اړه هم نظره نه دي. د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په اوسني وخت کې پر دې باندې هوکړه کړې ده چې د سوریې د اپوزیسیون نوی ملي ائتلاف دې د سوریې د خلکو د قانوني استازي په توگه وپیژني. د هغوی اعلامیه په څرگند ډول د فرانسې له رسمي دریځ څخه متفاوته ده.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د اپوزیسیون دغه نوی ائتلاف د سوریې د خلکو د یوازیني استازي او په سوریه کې د راتلونکي موقتي دموکراتیک دولت په توگه پیژني. د اروپايي ټولنې د بهرنیو او دفاعي چارو د وزیرانو په غونډه کې د فرانسې له خوا دا وړانديز چې د سوریې پر وړاندې د وسلو د بندیز لیرې کول به اپوزیسیون ته د وسلو رسول آسان کړي، حتی تر بحث لاندې هم را نه غی.