1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا او آسیا باید له نزدې همکاري وکړي

۱۳۹۱ آبان ۱۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16dPn

اروپا او آسیا غواړي چې د سیاسي نظره له یو بل سره له نزدې همکاره اوسي. د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، په لاووس کې د اروپایي او آسیایي ټولنو په سرمشریزه کې د داسې مشارکت په اړه خبره وکړه چې د متقابل اقتصادي تمایل څخه لوړ وي.

هغه دې خبرې ته اشاره وکړه چې د چین او هندوستان تر څنگ به نور کوچني آسیایي هیوادونه هم یو بل ته نزدي شي. د هغه په وینا له دې امله د یوه آزاد تجارت په اړه توافق ته ډیره اړتیا لیدل کیږي. هغه زیاته کړه: «څوک چې اقتصادي وده غواړي باید د تجارتي خنډونو پر وړاندې مبارزه وکړي.» دغه کنفرانس چې د لاووس هیواد په پلازمینه کې تیره ورځ پیل شوی، د اروپایي او آسیاي هیوادونو څخه ۵۱ تنه غړي لري. په دغه غونډه کې د ۳۰ څخه د زیاتو هیوادونو مشرانو او دولتونو گډون کړی دی.