1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا او ترکیه د کډوالو له پاره نوې تګلاره جوړوي

۱۳۹۴ مهر ۱۳, دوشنبه

د رسنیو د رپوټونو له مخې بروکسل او انقره له ترکیې څخه اروپا ته د راتلونکو کډوالو د څپو د کنترول له پاره یو ګډ عملیاتي پلان جوړوي. کډوالو ته نوي استوګنځایونه جوړول او د پولې کنترول د دې پلان اساسي ټکي دي.

https://p.dw.com/p/1GigG
انځور: Reuters/O. Orsal

په آلمان کې «فرانکفورتر الګماین زونتاګ څایتونګ » مجلې او د دې هیواد د ARD په نامه تلویزیوني شبکې د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې اروپایي ټولنې او ترکیې هوکړه کړې ده چی په دغه هیواد کې د کډوالو له پاره نوي کمپونه جوړ کړي او د پولو د کنترول له پاره ترکیه او یونان یو ځای کار پیل کړي.

د رپوټونو په حواله ترکیه باید کوښښ وکړي چې له یونان سره د خپلې پولي ساتلو ته لا زیات پام واړوي ځکه دا لاره اروپا ته د راتلو له پاره معمولا د کډوالو له خوا کارول کیږي.

رپوټونه دا هم وایي چې دوه میلیونه کډوالو ته به شپږ نوي کمپونه جوړ شي. اروپایي ټولنه هم هوډ لري چې له دغو کمپونو څخه نیم میلیون کډوال د اروپایي اتحادیې غړو هیوادو کې ومني او له دې کار سره به د کډوالو د سختو لارو له سفرونو څخه مخنیوی وشي.

د ARD تلویزیوني شبکې همدا راز ویلي دي چې اروپایي ټولنه به له ترکیې سره یو میلیارد یورو مرسته وکړي او دا پیسې به د ګډ پلان له مخې په ترکیې کې له کډوالو سره د مرسته کولو په موخه مصرف شي.

نوموړې تلویزوني شبکې دا هم ویلي دي چې دا پلان تر اوسه پورې د ترکیي له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره نه دی شریک شوی. اردوغان به د دوشنبې په ورځ بروکسل ته ورسیږي او د پنجشنبې په ورځ به په یوه غونډه کې ګډون وکړي چې د کډوالو پر موضوع بحث کوي او د اروپایی اتحادیې، لویدیځ بالکان او د ختیځې مدیترانې د هیوادونو استازي هم په کې ګډون لري.

د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله له ZDF تلویزیون سره په مرکه کې وویل چی اروپایي اتحادیه د کډوالو د راتګ د کنترول له پاره د یوې تګلارې موندلو هڅه کوي. هغه زیاته کړه: «اروپایي ټولنه به دا کار ډیر ژر پیل کړي، په خاصه توګه اوس چی ترکیې هم په دې برخه کې د مرستو هوډ کړی.»

د اروپا د اتحادیې یوه چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي دي چې هغوی تصمیم لري چې د کډوالو د کړکیج په اړه له اردوغان سره هم خبرې اترې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب