1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپا ته به تر ۲۰۱۷ پوري ۳ ميليونه نوي مهاجر راسي»

۱۳۹۴ آبان ۱۴, پنجشنبه

اروپايي اتحاديه په راتلونکو کلونو کي د نورو ډېرو مهاجرو د ورتگ اټکل کړی. م.م. وايي چي په ژمي کي به هم د مهاجرو شمېر کم نه سي. آلمان هم د نوو شمېرو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/1H0kZ
انځور: Getty Images/M. Cardy

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

اروپايي اتحاديه اټکل کوي چي تر ۲۰۱۷م کاله پوري به ۳ ميليونه پناه غوښتونکي اروپا ته ځانونه ورسوي. دا څرګندوني په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې په هغه راپور کي سوي چي د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷م کال د دغې اتحاديې د احتمالي اقتصادي وضعې په تړاو جوړ سوی دی.

په دغه راپور کي اټکل سوی دی چي هر کال به اروپا ته د يو او یونيم ميليون تر منځ مهاجر سفر وکړي. د ۲۰۱۷م کال له پاره د نيم ميليون پناه غوښتونکو د راتګ اټکل سوی دی.

د راوپايي اتحاديې د اقتصادي چارو کميسار پيېر موسکوويچي، روښانه کړه چي د پناه غوښتونکو راتګ به د اروپايي اتحاديې پر اقتصاد «کوچنی، خو مثبت اغېز ولري.»

هره ورځ ۵۰۰۰ مهاجر د ترکيې له لاري

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چي په راتلونکو څلورو مياشتو کي به ۶۰۰ زره نور پناه غوښتونکي د ترکيې له لاري اروپا ته ولاړ سي. د مهاجرو له پاره د ياد سازمان ادارې UNHCR په ژنيو کي د راتلونکي ژمي له پاره د اړينو مرستو د حجم په تړاو په خپاره کړي راپور کي ليکلي دي چي هره ورځ به تقريباً ۵۰۰۰ پناه غوښتونکي د ترکيې له لاري اروپا ته مخه کړي.

د پناه غوښتونکو يادي ادارې خبرداری ورکړی دی، چي د سوړ موسم له کبله به يونان ته د رسېدونکو پناه غوښتونکو کړاونه لا زيات سي. زياته سوې ده چي که اړين اقدامات ونه سي نو ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ سي.

دغي ادارې د ژمي له پاره د اضافي ۹۶ ميليونو ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده. په دغو پيسو د يونان، کروشيا، سربستان، سلوانيا او مکدونيا سره مرستي په پام کي نيول سوي دي.

آلمان: د مهاجرو د نوو شمېرو ريکارډ

و آلمان ته د رارسېدونکو کډوالو شمېر اوس لا هغه حد ته نژدې سوی دی، چي د کورنيو چارو وزارت د روان بشپړه کال له پاره ۸۰۰ زره اټکل کړی وو.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په وينا د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر مياشتي پوري دغه هيواد ته د راغلو او ثبت سوو پناه غوښتونکو شمېر ۷۵۸ زره ته رسېدلی دی. د ياد وزارت په وينا يوازي په اکتوبر مياشته کي ۱۸۱۲۰۰ پناه غوښتونکي ثبت سوي دي.

دا چي آلمان ته د ترمخه لا رسېدلو زياتو پناه غوښتونکو ثبت په بشپړه توګه نه دی تر سره سوی او دغه کار له ځنډ سره مخامخ دی، نو زيات احتمال سته چي اوس به تر۸۰۰ زره زيات پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب