1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د اوباما سفر پر اوکراين تمرکز کوي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما، یو اروپايي سفر پیل کړی دی چې ښايي د اوکراین کړکېچ یې د اجندا یوه اصلي موضوع وي. هغه به په دې سفر کې د اوکراین له ټاکل شوي ولسمشر سره هم وویني.

https://p.dw.com/p/1CAyf
انځور: AP

اوباما د سه شنبې په ورځ د پولند پلازمېني وارسا ته ورسید، څو د اروپا په ختیځ کې خپلو متحدانو ته بیا ډاډ ورکړي. د اوباما په اجندا کې شامله لومړۍ موضوع له هغو امریکایي او پولنډي دپیلوټانو سره لیدنه شامله ده چې د اوکراین کړکېچ تر پیلیدو وروسته په گډه د بالتیک هیوادونو پر پولو باندي هوایي گزمې کوي. تر دې غونډې وروسته به ولسمشر اوباما او پولنډی سیال یې د یوې غونډي مشري وکړي.

اوباما به پولنډ ته د خپل سفر پر مهال دغه راز د اوکراین له نوي ټاکل شوي ولسمشر پیوتر پروشینکو سره وویني. هغه د می میاشتي پر۲۵ نېټه په ټاکنو کې ۵۴.۷ سنله رایې گټلي وي. د دغو ټاکنو پر مهال د اوکراین په خیتځ کې د تاوتریخوالي پیښې رامنځ ته شوې او ډیر شمیر ټاکنیز مرکزونه تړلي ول.

په بروکسل کې د بحث عین موضوع

د پنجشنبې په ورځ به ولسمشر اوباما بروکسل ته ورځي او هلته د G7 هیوادونو په غونډه کې گډون وکړي. روسیې تر دې دمخه د G8 غړیتوب لاره چې د اوکراین په کړکیچ کې د لوېدیځ په اند د نه همکارۍ له کبله له دې سازمان څخه وایستل شو او په عوض یې G7 رامنځ ته شو.

د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین د دغې غونډي د مېلمنو په ډله کې وو خو د اوکراین کړکېچ له گرمیدو سره هغه له دې نوملړ څخه وایستل شو. تمه کیږي چې امریکا متحده ایالات به پر خپلو اروپايي متحدانو باندي فشار راوړي چې پر روسیې باندي خپل بندیزونو ته دوام ورکړي او آن هغه لا پسې سخت کړي.

په پلان کې ده چې ولسمشر اوباما به همداراز فرانسې ته سفر وکړي چې هلته به د دې هیواد له ولسمشر فرانسوا اولاند سره وویني.

داسې گومان هم کیږي چې ولسمشر اوباما به د «دي دې» د اویاومي کلیزي د لمانځني پر مهال له ولادیمير پوتین سره مخامخ شي. که څه هم تر اوسه پوري د یوه رسمي ملاقات په اړه څه نه دي ویل شوي خو د یوې غیر رسمې لیدني موضوع هم نه ده رد شوې.