1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د بشارالاسد د کورنۍ پر داخيلېدو بنديز ولگول سو

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه
https://p.dw.com/p/14Qzo

اروپايي ټولنه د شنبې په ورځ د سوريې د ولسمشر بشارالاسد پر کورنۍ نوي بنديزونه عملي کوي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو د وروستۍ پرېکړي پر بنسټ د دې وروسته به د بشارالاسد کورنۍ ونه کولای سي چي د اروپايي ټولنې غړي هيوادونو ته سفر وکړي. دغه بنديز په بشپړه توگه پر ۱۲۶ سوريايي وگړو لگول سوی دئ چي د اسد د کورنۍ تر څنگ پکښي يو شمېر سياستوال او تجاران هم شامل دي. د اسد مېرمنه اسما اسد د ولسمشر د کورنۍ يوازنۍ غړې ده چي اجازه به ولري چي بريتانيې ته سفر وکړي. نوموړې د بريتانيې پاسپورټ لري.