1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د راتلونکو افريقايي کډوالو د نظم لپاره په مالي کي يو مرکزجوړ يږي

۱۳۸۷ مهر ۱۵, دوشنبه

د دغه مرکز د جوړيدو په اړه د اروپايي ټولني يو جګ پوړي مامور وايي چي. په مالي کي د مهاجرینو د يوه مرکز د جوړولو څخه د اروپايي ټولني موخه دا نده چي د آفريقايي هيوادونو څخه موږکاریګر اروپا ته راجلب کړو

https://p.dw.com/p/FUNs
افريقايي کډوال
افريقايي کډوالانځور: AP

که د کار بازار ته سړی يو نظر واچوي، نو نن ورځ دغه بازار يوملي یا سيمه ايز بازار نه، بلکي يو نړيوال بازار دی چي په نتيجه کي دکار دعرضي په زیاتیدلوسره دکارپه بیلا بيلو بازارونو کي زيات نوسانات او توپیرونه ليدل کیږي .په داسي حال کي چي دفني او ماهروکاریګرو دپاره دکارد بازار په نړيوال کيدلوسره داستخدام چانس زياتيږي، دغير فني او اوعادي کاريګرو وضع دکار دبازار په نړيوال کيدلو سره لاپسي خرابیږي .

خو دلته يوه بله مساله هم ديادوني وړده او هغه داچي په پرمختيايي هیوادونوکي دصنعتي هيوادونو په پرتله دورځني ژوندانه لګښت سطحه راټيټه ده او له همدي امله دتوليد دوسیلي په توګه دکاربيه هم په پرمختيایي هيوادونوکي دپرمختللي صنعتي هیوادوو په پرتله ارزانه ده . چي په دې صورت کي پانګه وال دخپلو ګټو دساتلو دپاره دوه امکانات لري، یا داچي دوی خپلې پانګي هغه هيوادونو ته لیږدوي چيري چي په ارزانه بيه ماهر او فني کاریګرپیدا کیږي .

اويا داچي صنعتي هيوادونه غواړي دپرمختيايې يا هغه هيوادونوڅخه چي دصنعتي کيدلو په درشل کي دي ، فني کاريګر په مناسبه بیه استخدام کړي .فني کاریګرکه هر چيري وي بياهم دکار په بازار کي يو چانس لري خو دغيرفني کاریګرودپاره وضع ډیره خرابه ده هم په صنعتې هیوادونوکي اوهم په پرمختیايې هيوادونو کي په داسي حال کي چي داقتصادي مجبوریتونو له امله هرکال په سل هاو رزه انسانان چي سړی ورته دوزګارانو لښکر ويلای شي هڅه کوي چي په غیر قانوني ډول سره اروپا ته راشي.

خو او س چي اروپايي ټولنه غواړي په آفريقایې هيواد مالي کي دکډوالو يا مهاجرینويو مرکز جوړ کړي ، په دې کار سره اروپايان غواړي چي په اصطلا په يوه ټک سره دوه نښانه وولي . له يوې خوا په دې کار سره غواړي اروپاته دنا بلل شوکډوالو د راتګ مخه ونيسي .اوله بله پلوه ددغه کډوالو له ډلي څخه دیوه تنظیم شوي پلان په اساس هغه کسان راغونډکړي اود هغوی دپاره اروپا ته دراتګ امکانات برابر کړي چی دلته دکار دبازر دپاره په درد وخوري .

افريقايي ځوانان اروپا ته د تيريدو په تمه
افريقايي ځوانان اروپا ته د تيريدو په تمهانځور: AP

ددو کلونو راپديخوااروپايانو پر دغه پلان باندي کارکړی دی او ددوشنبي په ورځ به د اروپايي ټولني دکډوالو مرکز په مالي کي پرانستل شي .په آفريقايي هيواد مالي کي به داروپايي ټولني دمهاجرینو دمرکز دنده داوي چی. هغه کسانو ته چي غواړي اروپا ته کډه وکړي . په دې هکله معلومات ورکړي چي حقوقي امکانات يې څنګه دي .چيري او په کومو څانګوکي ددوی دپاره دکار امکانات سته، دوی بايد کومې ژبي او څنګه يې زده کړي . او نور بايد دوی کو م مهارتي او فني زده کړي سرته وروسوي .

دغه پروژه لاتراوسه ډيره وړه پروژه ده او په محدوده اندازه مالي امکانات لري . دغي پروژې ته سړی دکار يو مرکزهم تراوسه نسي ويلای . بلکي داسي يو مرکز بلل کيدای سي چي غواړي داامکانات وڅيړي چي له قانوني لاري څخه اروپا ته د آفريقايي کاریګرودراتلو امکانات څنګه او څومره دي تر څو چي که وشي کړای اروپا ته دهغه مهاجرو دراتلو مخه ونيسي چي په غيرقانوني ډول سره د ډیرو خطرناکولاروڅخه هڅه کوي چي اروپا ته راسي او بيا هم کله چي راسي دلته په اروپا کي په هيڅ ډول سره ځانته ديوه قانوني سم انساني ژوند دبرابرولو چانس نلري .

ددغه مرکز دجوړيدلو په اړوند د اروپايي ټولني يوجګ پوړي مامور وايي چي : په مالي کي د مهاجرینو ديوه مرکز دجوړولو څخه د اروپايي ټولني موخه دا نده چي د آفريقايي هيوادونو څخه موږکاریګر اروپا ته راجلب کړوبلکي غواړو چي له آفريقا څخه اروپا ته دکډوالو راتګ ته يو قانوني نظم ورکړو. هر کال د 500000 په شاو خواکي مهاجر په غير قانوني ډول سره اروپا ته راځي خو ددغه کډوالو په ډله کي ډير لږ داسي کاریګر سته چي د اروپا دکار په بازار کي دوی ته اړتيا وي.