1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرت پر لار مړو شوو مهاجرو نوملړ خپور شوی

۱۳۹۶ آبان ۲۲, دوشنبه

يوې آلمانۍ ورځپاڼي داسي اسناد تيار کړي دي چې پکې اروپا ته د مهاجرت پرمهال د ۳۳۲۹۳ مړو شوو مهاجرو نومونه ذکر شوي دي. ورځپاڼې ليکلي دي چې دغه انسانان د سختو سياستونو او «اروپا د کلا» د محدوديتونو له وجې مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/2nVfo
Mittelmeer - Flüchtlinge - Boot
انځور: picture-alliance/NurPhoto/T. Markou

د اوبو څپو د پنځه کلنې افغاني نجلۍ ساجده علي جسد د ترکيې يو ساحل ته راوړ. د دغې افغان نجلۍ او د هغې د کورنۍ او يو شمير نورو مهاجرو ليږدونکې کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې وه. د فاريس علي په نوم يوه بل نوي زيږيدلي ماشوم هم د ترکيې په يوه ساحل کې د سړې هوا له وجې ساه ورکړه. د ډنګر اندام لرونکی کانګويي مهاجر ساموئل او د هغه کورنۍ چې غوښتل يې ځانونه هسپانيا ته ورسوي هم په سمندر کې ډوب شول.

دا درې ماشومان د هغو زرونو مړو شوو مهاجرو له ډلې څخه دي چې يوې آلماني ورځپاڼې يې نوملړ ترتيب کړی دی. «تګ شپيګل» ورځپاڼه د دغه نوملړ په تیارولو سره هڅه کوي، ترڅو په مديترانه سمندرګي کې د هغه پيښ شوي انساني ناورين انځور وړاندې کړي چې لا تر اوسه هم ادامه لري.

په ورستيو کلونو کې په زرونو مهاجرو چې هڅې يې کولې ځانونه اروپا ته ورسوي په ځمکنيو لارو او د مديترانې سمندرګي په اوبو کې مړه شوي دي. دغه بهير اوس هم ادامه لري. «تګ شپيګل» ورځپاڼې وېلي دي چې غواړي دغه قربانيان د «تير او ژوند مبدا لرونکي انسانانو» په توګه معرفي کړي.

د کومو افرادو نومونه چې په دغه ليست کې ثبت شوي دي، ټول يې په اوبو کې نه دي ډوب شوي. له دې ډلې څخه يو شمیر يې په وچه کې مړه شوي دي. دغې ورځپاڼې ادعا کړې ده چې دغه ۳۳۲۹۳ مهاجرو د «اروپا کلا» د سختو او محدودو سياستونو له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ورځپاڼې د «اروپا کلا» اصطلاح د «اروپايي اتحاديې» پرځای کارولې ده. په ظاهره کې داسې معلوميږي چې دغه اصطلاح به ځکه کارول شوی وي چې په ۲۰۱۵م کال د مهاجرت بحران پر وخت د دغې اتحاديې يو شمير غړو د مهاجرو د مخنيوي په موخه پر خپلو پولو لوړ ديوالونه پورته کړل. ورسره يوځای اروپايي اتحاديې هم د مهاجرتونو پر وړاندې سخت سياسي دريځ خپل کړ.

په وروستيو کلونو کې د آسيا، منځني ختيځ او افريقا څخه په سونو زره انسانانو د فقر او جګړو له امله د اروپا پر لور تيښته وکړه، تر څو په دغې غربي نړۍ کې يو ښه او د امن ژوند ولري. دغه وضعيت د دې سبب شو چې د اروپايي اتحاديې ډير سیاستوال بحران ته د يوې حل لارې د موندلو په موخه په خپلو کې ښکيل شول. په نهایت کې ځينو غړو هيوادونو د عوام پاله او ښي اړخو کړيو له لوري د بهرنيو يا مهاجرو ضد انګيزو هم زور واخيست.

دغه نوملړ د رسنيو او د ملګرو ملتونو له رپوټونو څخه جوړ شوی دی. دغه راز د زياد شمير هغو مهاجرو نومونه هم پکې ثبت شوي دي چې اروپا ته تر رسيدلو وروسته مړه شوي دي.

د بيلګې په توګه د تيرکال په جنورۍ مياشت کې ۲۹ کلن هاردي غفور او ۳۶ کلن طعلت عبدالحميد چې په بلغاريا کې مړه شول. دغه دوه عراقي مهاجر د ترکيې او بلغاريا تر منځ غرونو له لارې اروپا ته راتلل او وروسته له هغه چې دوې ورځې يې پر واورو ډکو لارو مزل وهلی وو په بلغاريا کې د سړې هوا له امله مړه شول.

يو شمير مهاجر بيا کمپونو ته د اور اچونې او دغه راز په ترافيکي پيښو کې مړه شوي دي. په دغه ليست کې د هغو مهاجرو نومونه هم شامل دي چې ځان وژنې يې کړي دي. له دې ډلې څخه يو شمير ېې په خپله ځانونه سوځلي دي، ځينو يې ځانونه زيندۍ او ځينو نورو د لوړو ودانيو له سره ځانونه غورځولي دي.

د یو شمير نورو قربانيانو د نومونو تر څنګ بيا ليکل شوي دي چې په نژادپرستانه او بهرنيانو ضد حملو کې وژل شوي دي، هغه هم په داسې يوه هيواد کې چې دوی فکر کاوه هلته به خوندي وي او په همدې دليل يې ورته خپل هيوادونه پريښي ول.

سوماليايي مهاجر احمد حسن چې تازه ځوان شوی وو دوه کاله مخکې په سويدن کې د يو نژادپرست له خوا د چړو په ګوزارونو ووژل شو. د «تګ شپيګل» ورځپاڼې په ليست کې ډير قربانيان د سورېې، افغانستان، عراق، اريتريا او لويدېځې افريقا دي.

خو په سونو نور چې په سمندر کې ډوب شوي دي، د «ناپيژاندو» په نوم ثبت شوي دي. د هغوی يوازي د مړينې نيټه او اړوند جزئيات يې ذکر شوي دي.

په دې برخه کې تر ټولو ستره غمجنه پيښه د۲۰۱۶م کال په می مياشت کې د ليبيا په ساحل کې د ۵۵۰ تنو د ډوبيدل ده. هغه مهال د دوي دوې د کب نيونې کښتۍ په اوبو کې ډوبې شوې او دغه پيښه رامنځ ته شوه.

د قربانيانو دغه نوملړ چې تر ۱۹۹۳م کاله پورې رسيږي د چنت اغلوي له خوا چمتو شوی دی. ميرمن اغلوي يوه آلمانۍ-ترکۍ ښځه ده. په دغه ليست کې تر ټولو زيات د هغو قربانيانو نومونه ذکر دي چې په وروستيو شپږو کلونو کې مړه شوي دي.