1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د نوو مهاجرو راتگ اوج ته رسېدلی

۱۳۹۴ مرداد ۲۸, چهارشنبه

د اروپايي ټولني د سرحدونو د څار ادارې «فرنټکس» ویلي دي چې سږ کال په جولای میاشت کې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله غیر قانوني کډوال درې برابره ډیر شوی دی. د فرنټکس په وینا دغې وضعیت یو بیړنۍ حالت رامنځ ته کړی دی.

https://p.dw.com/p/1GHb4
انځور: Reuters/S. Nenov

د فرنټکس د سه شنبې ورځې د رپوټ له مخې په جولای میاشت کې د اروپایي ټولني سرحدونو ته۱۰۷۵۰۰کډوال رسیدلي دي. د رپوټ له مخې دا دریمه پر له پسې میاشت ده چې د کډوالو ډېر راتگ ښيي او په وینا یې په اول وار په جولای میاشت کې د کډوالو شمیر تر یو لک کسانو اوښتی دی.

دغي ادارې ویلي دي داسي بریښي چې دغه بېلگه ښایي د اوږدې مودې له پاره ادامه ومومي. د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۴۰ زره کډوال اروپا ته رسیدلي دي، په داسې حال کې چې په تیر کال کې اروپا ته د ټولو راغلو کډوالو شمیر ۲۸۰ زره تنه وو.

د فرنټکس مشر فبریک لیگیري، په یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا د اروپا له پاره یو بیړنی وضعیت دی او دا ایجابوي چې د اروپایي ټولني ټول غړي هیوادونه له هغو ملي چارواکو سره د مرستي له پاره گامونه واخلي چې ډېر کډوال ور روان دي.»

کډوالو پر سویلي هیوادونو هجوم ور وړی

اروپایي ټولني د خپلو هغو غړو هیوادونو له پاره ۲،۴ میلیارده یورو مرسته تصویب کړې ده چې د کډوالو له هجوم سره مخامخ دي. زیاتره رارسیدونکي کډوال په سوريه، عراق او افغانستان کې له ناکراریو څخه راتښتیدلي کسان دي چې اروپا ته د ایټاليا، یونان او د بالکان حوزې د ختیځو هیوادونو له لاري داخلیږي.

لیگري ویلي دي: «فرنټکس پر غړو هیوادونو باندي غږ کړی دی چې په یونان او هنگري کې زموږ د ملاتړ له پاره اضافي تجهیزات او پرسونل برابر کړي.»

په يونان کي مهاجر: له دوږخه مو وباسئ

هنگري د کډوالو ډېرښت ته سخت غبرگون ښوولی دی چې پکښې د سرحدونو د کنترول تر څنگ له صربستان سره پر سرحد د اغزن سیم راگرځول شامل دي.

یوازي تیره اوونۍ د یونان سواحلو ته د۲۱۰۰۰ کډوالو تر راتگ وروسته دغه هیواد پر خپلو اروپایي شریکانو غږ کړی دی چې د کډوالو د موضوع په هکله یوه پراخه ستراتیژي جوړه کړي.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویاند ویلیم سپیندلر، په ژنیو کې ویلي دي چې اروپایي ټولنه باید له یونان سره مرسته وکړي، خو آتن باید د دې موضوع په هکله «غښتلی مشرتوب» وښيي.

ډېر کډوال چې له سویلي اړخه اروپا ته داخليږي، موخه یې دا وي چې د شمال پر لور وخوځیږي، چې په دغو هیوادونو کې د پناه غوښتني شرایط یو څه مناسب دي.

د «هندلز بلټ» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په رپوټ کې لیکلي ول، چې د آلمان حکومت داسې اټکل کوي چې په ۲۰۱۵م کال کې به ۶۵۰ زره کسان د پناه غوښتنه وکړي.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر انتونیو گوتیرس د کډوالو د منلو په برخه کې د اروپایي ټولنې پر هیوادونو د لا زیاتي خواخوږۍ غږ کړی دی. هغه پر دې ټینگار کړی دی چې د آلمان تر څنگ د سویډن له پاره د ډېرو کډوالو منل له توانه وزي.