1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اروپا دې د مهاجرو په مسئله کې برابره ونډه واخلي»

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ مرداد ۲۵, دوشنبه

د آلمان نامتو پخوانی سندرغاړی رونالد کایزر، د خپل هنري فعالیتونو ترڅنګ اوس په سیاست کې هم خبري کوي. هغه چې د مهاجرت مسئله سره خواخوږي ښيي، د پګیدا خوځښت له فعالیتونو سره مخالف دی:

https://p.dw.com/p/1JiT7
انځور: picture-alliance/dpa/C. Bilan

د آلمان نامتو سندرغاړی رونالد کایزر، د مهاجرت د کړکیچ په اوارۍ کې د اروپايي اتحادیې پر غړو هیوادونو باندي د نه همکارۍ نیوکه وکړه. دغه ۶۴ کلن هنرمند په دریسدن ښار کې د خپل یوه کنسرت په حاشیه کې وویل: «که اروپايي اتحادیه د مهاجرت په مسئله کې همغږې وي، په ګډ احساس سره یې کار کړی وی او هر هیواد په جلا توګه، د خپل نفوس له مخې مهاجر منلي وي، نو دغه ستونزه به اوس د حل وړ وه».

کازیر ته د هغه د ټولنیزو مسئولیتونو په درناوي، د ۲۰۱۶کال د ایشو (انعکاس) جایزه ورکړل شوه

رونالد کایزر زیاته کړه، که دغه کار شوی وی، د آلمان د برخي مهاجرو شمېر به ښايي له ۳۰۰ تر ۴۰۰ زرو پوري وای: «دغه شمېر به تل د مهاجرو د قبلیدو تر کرښي کښته قرار لرلای، کوم چې موږ ورته په هر صورت هر کال اړتیا لرو.»

هغه زیاته کړه، د مهاجرت مسئله هغه وخت ډیره سخته تمامیږي چې آلمان، سویډن او اتریش مجبور وي چې دغه ټولي ستونزي په یوازي سره حل کړي. خو په یوازې سره«نشي کیدای چې دغه ستونزه حل شي او دا د یوې متحدې اروپا له پاره یو ستر خطر دی».

کایزر د آلمان د سوسیال ديموکرات ګوند غړی دی. په برلین کې د «آلمان فونو اکادمي» یا د «آلمان د موسیقي د صنعت انستیتیوت» هغه ته د هغه د ټولنیزو مسئولیتونو په درناوي، د ۲۰۱۶م کال د ایشو (انعکاس) جایزه ورکړه.

دغه نامتو آلمانی سندرغاړی، پر ټولو شته وو ستونزو سربیره، یوې ښې راتلونکې ته خوشبینه دی. هغه وايي: «زه یو خوشبینه انسان یم. زه هیله مند یم چې مسئول سیاستوالان د حل ښې لاري پیدا کړي او پرې نه ږدي چې متحده اروپا تیت و پرکه شي. له دې پرته به دا په دې مانا وي چې اروپا به نور په نړۍ کې خپل دروندوالی نه ولري».

رونالد کایزر د آلمان په ځینو ایالتونو کې پر مهاجرو د ښی اړخو سخت دریځو ډلو له خوا د فشارونو په باب وویل، چې دغو حالاتو دی اندېښمن کړی دی. هغه وویل دغه شان حرکتونه هغه وخت منځ ته راځي چې«حاکم ګوندونه د ستونزو د حل له پاره ځوابونه و نه لري او داسې موضوع ګانې مطرح کوي چې خلکو ته ډير زیات اهمیت نه لري.»

دغه آلماني سندرغاړي زیاته کړه، که چېري خلک په همدې دلیل له ده څخه لري کیږي نو دی یې په ډیره سادګۍ مني: «ما تل د دیالوګ بلنه ورکړې ده. زه د بیلتون سبب نه وم، بلکي یو پخلا کوونکی انسان وم. که چیري د چا دغه څه نه خوښیږي، بیا خو په کار ده چې له هغه څخه ځان لري کړې.»

هغه وايي، چې دی په فیسبوک کې توهین آمیزه تبصري نه لولي، خو ټولنیز مسئولیتونه ورته خورا زیات اهمیت لري: «له ټولنیزو مسئولیتونو پرته هر ډول ټولنیز پیوند او جوړښت له منځه ځي او دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې انسان هره ورځ هغه خلقوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب