1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا د کډوالو په اړه خپل قانون نه بدلوي

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۱۷, چهارشنبه

د لامپیدوسا غمیزه د دې سبب شوه چې اروپایي هیوادونه د پنا غوښتونکو په اړه د خپل سیاست په باب خبرې وکړي. خو دغه هیوادونه د کډوالو په برخه کې یوه خوله نه دي او ښایي هر هیواد تر دې وروسته هم خپل پخواني سیاستونه تعقیب کړي.

https://p.dw.com/p/19wXh
انځور: picture-alliance/dpa

د کډوالو د منلو په برخه کې د اروپايي هیوادونو سیاستونه نه بدلیږي. دا موضوع د دغې ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو په وروستۍ غونډه کې روښانه شوه. په دې ترتیب سره اوس د پخوا په څیر هغه اروپايي هیواد د یوه کډوال د منلو مسوولیت لري چې یو پنا غوښتونکی ورته په لومړي سر کې رسیدلی دی. دا په دې معنی چې باید همدغه هیواد د پناغوښتونکي اسناد تر قانوني مراحلو تیر کړي او د هغه له پاره د اوسیدو د ځای او خوراکي موادو بندوبست وکړي.

اوس هغه اروپايي هیوادونه چې د مدیترانې د سمندر په ساحل کې پراته دي، د پنا غوښتونکو د راتګ له ډیر فشار سره مخامخ دي. دغه هیوادونه د اروپايي ټولنې له نورو غړو څخه غواړي چې په دې برخه کې لا ډیر مسوولیت پر غاړه واخلي. خو د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دې غونډه کې یو ځل بیا روښانه کړه چې د پنا غوښتونکو په اړه د اروپايي ټولنې په قوانینو کې بدلونونه نه مني. هغه وویل چې آلمان اوس په خپل هر یوه میلیون نفوس کې ۹۵۰ تنه پناغوښتونکي لري دا په داسې حال کې ده چې د هغه په خبره دغه شمیر په ایټالیا کې یوازې ۲۶۰ ده. دغه آلماني چارواکي ټینگار وکړ چې دغو شمیرو ته په کتو سره هیڅ کله هم دا خبره چې ګواکي ایټالیا دې د آلمان په پرتله د کډوالو تر ډیر فشارونو لاندې وي نه شي منلی.

یوه کاري ډله باید ستونزې وڅیړي

د هغه ناورین په ځواب کې چې د ایټالیا په لامپیدوسا ټاپو کې رامنځ ته شو، اوس یوه کاري ډله په اروپا کې د پناغوښتونکو د ستونزو د څیړلو له پاره گمارل شوې ده. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هانس پیتر فریدریش، په خبره دغه ډله به د مالي مرستو د راټولولو، د سرحدي ځواکونو د ملاتړ کولو او له افریقايي هیوادونو سره د همکارۍ د لارو چارو د موندلو مسوولیت ولري. فریدریش وویل: «موږ غواړو په مدیترانه کې د ژغورنې تدابیر لا پسې ښه کړو او دغه کار باید وکړو [...] د پناغوښتونکو کښتۍ باید د پخوا په پرتله ژر وموندل شي او په عین حال کې باید هڅه وشي چې دغه کښتۍ هیڅ له افریقا څخه د اروپا په لور حرکت ونه کړي.»

د انسانانو له قاچاقچیانو سره مبارزه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر په عین حال کې له انساني قاچاقبرانو سره پر مبارزې باندې ټینگار وکړ. هغه وویل: «دا یو ډیر بد کار دی چې چاقاق وړونکي په افریقا کې خلکو ته وعدي ورکوي او پیسې ورڅخه اخلي خو بیا یې په نا امنو کښتیو کې مدیترانې ته استوي. د دغه کار د مخنیوي له پاره باید د افریقايي او اروپايی هیوادونو تر منځ یوه گډه ژمنه رامنځ ته شي.»

دغه آلماني چارواکي وویل چې ایټالیا او هسپانیا د اروپایي ټولنه له پولو څخه د ساتنې له کبله تر سخت مالی فشارونو لاندې ده چې په دې برخه کې باید ورسره لا ډیره مرسته وشي.

د اروپایي ټولنې د پنا غوښتونکو د قانون د بدلیدو غوښتنې هغه وخت لا تودې شوې چې د ایټالیا په لامپیدوسا کې د پنا غوښتونکو یوه کښتۍ ډوبه شوه. د وروستیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې تر اوسه پورې ۲۷۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب