1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ارگو» د کال غوره فيلم سو

سيد رياض (afp,ap,dw)۱۳۹۱ اسفند ۷, دوشنبه

د بېن افلېک، جوړ شوی فيلم «ارګو» چې خپله یې پکښې اصلي نقش لوبولی دی د اوسکار جایزه وګټله. Armour نومې فيلم د غير انگليسي ژبي د کال غوره فيلم شو. د دغو فيلمونو د ګټلو اعلان د اوباما مېرمن میشایل اوباما وکړ.

https://p.dw.com/p/17lMT
Director and producer Ben Affleck accepts the Oscar for best picture for "Argo" at the 85th Academy Awards in Hollywood, California, February 24, 2013. REUTERS/Mario Anzuoni (UNITED STATES - Tags: ENTERTAINMENT) (OSCARS-SHOW)
Oscars 2013 Oscarverleihung Argo Bester Film Ben Affleckانځور: Reuters

د «ارګو» په نوم د فلم کیسه د یوه امریکایي دیپلومات د ژغورنې په اړه ده، چې په ۱۹۷۹م کال کې د ايران شاه تر سقوط وروسته د ګډوډۍ په پایله کې په ایران کې د امریکا د سفارت د اشغالیدو پر وخت رامنځ ته شوې وه.

امریکایي فلم جوړونکي بېن افلېک، د اوسکار د جایزې په مراسمو کې چې په لاس انجلس کې تر سره شول، له هغو ټولو کسانو څخه مننه وکړه چې د دغه فلم په جوړولو کې یې ونډه درلوده. د «ارګو» فلم چې د ستیون سپیلبیرګ د تاریخې ډرامې «لنکلن» او د میشایل هانکه له فلم «عشق» سره یې سیالي کوله، شا ته پریښودل او د کال غوره جایزه یې وګټله.

د «بزکشي بویز» په نوم فلم چې د یوه امریکایي فلم جوړونکي له خوا جوړ شوی دی او دوو ځوانو افغانانو پکې کار کړی وو، هم د اوسکار جایزې ته نومول شوی وو. که څه هم دغه فلم د اوسکار جایزه و نه ګټله خو په فلم کې د نقش لوبوونکو کسانو کورنیو ویلي دي چې د فلم د جایزې د نه ګټلو له امله ناهیلي شوي دي، خو په دې ویاړي چې هغوی تر یوه داسې ځایه ورسیدل.

فواد محمدي او جوانمرد پاییز چې ۱۴ کلن دي، د اوسکار د جایزې د مراسمو په ګډون کې له کابل څخه لاس انجلس ته تللي دي. دغه ۲۸ دقیقيي فلم د دو ځوانو بېوزلو ځوانانو پر ژوندانه راڅرخي، چې ډیر ښه دوستان وي او غواړي چې د بزکشي یا اوزلوبې ښه لوبغاړې شي.

د فواد محمدي ۱۹ کلن ورور احمد جواد محمدي له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې د دوشنبې په سهار وختي راپاڅېدلی وو چې د اوسکار د جایزې مراسم وویني. دغه مراسم د افغانستان پر وخت د سهار پر شپږو بجو پیل شوي ول.

هغه وویل: «سره له دې چې دغه فلم ګټونکی نه شو، په دې خوشحاله یم چې ورور مې تر ځایه ورسید. په عین وخت کې هغه زما ورور دی او ورپسې خفه شوی یم.»

د (Buzkashi Boys) په نوم فلم د امریکایي فلم جوړونکي سام فرېنچ له خوا جوړ شوی وو، چې پنځه کاله يې په افغانستان کې ژوند کړی دی. دغه فلم هغه وخت د ډیري توجې وړ وګرځید چې د اوسکار جایزې ته ونومول شو. سام فرېنچ شاوخوا ۱۲ زره امریکایي ډالر راټول کړل چې دغه ځوانان د اوسکار جایزې په مراسمو کې د ګډون له پاره هالیووډ ته بوزي. خو ترکي هوایي شرکت او په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت دغه لګښت پر خپله غاړه واخیست.

انګ لي چې په تاییوان کې زیږیدلی د ښه فلم جوړونکي جایزه تر لاسه کړه. هغه د (Life of Pie) په نوم فلم جوړ کړی دی.

د «غوره فلمي لوبغاړي» جایزه داینل ډې لویس وګټله

داینل ډې لویس
داینل ډې لویسانځور: Getty Images

دا لومړی وار دی چې یو لوبغاړی د دریم ځل له پاره د غوره فلمي لوبغاړي په توګه د اوسکار جایزه ګټي. ژوري هغه ته دغه جایزه د امریکا د ولسمشر ابراهم لېنکلن، د نقش لوبولو له پاره ورکړې. ډې لویس خپل نزدې سیالان، Bradlley Cooper، Hugh Jackman او Joaquni Phoenix شاته پريښوول. دغه مشهور بریتانوي-آیرلنډي په ۱۹۸۹ او په ۲۰۰۸ کلونو کې د ښه لوبغاړي جایزې ګټلي وې.

د غوره ښځینه لوبغاړي جایزه بیا امریکایي جینیفر لورانس ګټلې ده.

جینیفر لورانس
جینیفر لورانسانځور: Getty Images

د غير انګلیسي ژبو په کتار کې د اتریش فلم جوړونکي میشایل هانکه فلم (Armour) یا «عشق» غوره جایزه تر لاسه کړه. پر دې سربیره د اتریش فلمي لوبغاړي کریستوف والتز په (Django Unchained) نومې فلم کې د ضمني لوبغاړي په توګه غوره جایزه تر لاسه کړې. په ۲۰۱۰م کال کې والتز هم د اوسکار جایزه ګټلې وه.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما مېرمن میشایل اوباما له سپیني ماڼۍ څخه د ویدیوي لنک پواسطه په دغه مراسمو کې برخه واخیسته او د جایزو ګټونکي یې اعلان کړل.