1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ارگ: کرزی او سينگ پر سترتيژيک تړون خبري کوي

۱۳۹۰ مهر ۱۱, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد كرزى به هند ته په راتلونكي سفر كي چي ممكن سبا پيل سي، له هند سره د ستراتيژيك تړون پرلاسليكولو خبري وكړي. دغه ټکي د ولسمشرۍ ماڼۍ يوي سرچيني نن دوشنبه د اوکتوبر دريمه دويچي ويلي ته وکړ.

https://p.dw.com/p/12kl1
افغان ولسمشر حامد کرزی او من موهن سينگ
افغان ولسمشر حامد کرزی او من موهن سينگانځور: UNI

دغه تړون به د هغه تفاهم ليك له مخي لاسليك سي، چي په تيره می مياشت كي د كابل د سفر پرمهال د هند صدراعظم من موهن سينګ له ولسمشر كرزي سره په كابل كي لاسليك كړى وو.

هند له افغانستان سره د لويو مرستندويو هيوادونو په کتار کي راځي، چي د ملک په سويل او سويل ختيځو ولايتونو کي يې دمګړۍ  ګڼ شمير پروژې تر کار لاندي دي.

خوهغه څه چي له کابل سره د هند د دوستۍ له امله افغانستان ته خطر پيښ کړی، هغه د پاکستان مداخله ده.

اسلام آباد څو څو ځله له هند سره د افغان دولت نږدې والی په خپل زيان بللی هغه ادعا چي نه يې هند او نه يي هم کابل مني.

رپوټونه وايي د ډهلي او کابل تر منځ په دغه تړون كي پر نورو مسالو سربيره د افغان ځواكونو روزل او تمويلول هم شامل دي، خو د داسي مرستو څرنګوالى به د افغان حكومت په خوښه ټاكل كيږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند مرسيتال سيامک هيروي هم دا ومنله چي ولسمشر کرزي به د هند له لومړي وزير من موهن سنګ سره د افغان پوځيانو په تجهيز خبري وکړي.

ويل کيږي د هند په پوځي اكاډيميو كي افغان امنيتي ځواكونه روزل كيږي او ممكن د دغه تړون له مخي هند ته نور رول هم وركړل سي، چي د افغان پوليسو په روزلو كي ډيره مرسته وكړي.

د كابل- ډيلي ستراتيژيك تړون به اقتصادي، سياسي او انساني همكاريو اړخونه هم ولري، چي له څو كاري غونډو وروسته به لاسليك سي.

د سياسي چارو يو شمير کارپوهان له افغانستان سره د هند اړيکي دوستانه او ريښتيني ارزوي.

د سياسي چارو مبصر او د کابل د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد فاروق بشر په دې  اند دی، چي هند له کلونو راهيسي له افغانستان سره اساسي اړيکي لري او تل يي د افغانستان له مرکزي حکومتونو سره مناسبات ګرم ساتلي دي.

ښاغلي بشر د کابل او نوي ډهلي تر منځ د ستراتيژيک تړون پر سر هوکړه د افغانستان د اوږد مهالي ثبات او پرمختګ لپاره يو اړين ګام بولي.

نوموړی وايي هند تل د افغانستان د ښې ګڼي لپاره کار کړی او هيڅ کله يي هم د افغانستان د نورو ګانډيانو په څير مغرضانه دريځ نه درلود.

موهن سينګ د كابل د تير سفر پرمهال هم ژمنه وكړه، چي له افغانستان سره به هراړخيزي مرستي كوي.

نوموړي شاوخوا يو کال دمخه د افغانستان د پارلمان د شپاړسمي دورې د پرانيستي په مراسمو کي برخه اخيستي وه.

يو شمير ولسي افغانان هم له خپل دولت سره د هند اړيکي په  ګټه بولي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د ديپلوماسۍ د برخي زدکړيال شيراحمد طاهري دويچه ويله ته وويل، چي له هند سره د افغانستان اړيکي په ښه پړاو کي دي او د کابل دولت بايد له دغو اړيکو څخه د خپلو سيمه ييزو د ښمنانو پر ضد په ښه توګه ګټه پورته کړي.

نوموړی وايي، پاکستان چي د هند اټومي دښمن دی له افغانستان سره هم دښمني پالي خو که چيري کابل او نوی ډهلي لاس پر لاس د دغه غليم په وړاندي ديپلوماتيکي فشاري پاليسي پر مخ بوزي کيدای سي، چي د نړۍ په کچه دغه ملک منزوي کړي.

دمګړۍ د هند هيواد د افغانستان د روغتيا، سړکونو، عامه تاسيساتو او ټولنيزو چارو په رغولو کي په افغانستان کي د سلګونو مليونه امريکايي ډالرو په لګښت ګڼي پروژې ترلاس لاندي لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل