1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ازبکستان خپل نوی ولسمشر ټاکي

۱۳۹۵ آذر ۱۴, یکشنبه

په ۱۹۹۱م کال کې له پخواني شوروي څخه د خپلواکۍ تر اخیستو وروسته، د طبیعي زیرمو شتمن دغه هیواد خپل دویم ولسمشر ټاکي. شوکت میرزایویف د پخواني ولسمشر اسلام کریموف لومړی وزیر به ښايي په اسانۍ سره دغه ټاکنې وګټي.

https://p.dw.com/p/2Tho6
Schawkat Mirsijojew Premierminister Usbekistan
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/A. Druzhinin

د منځنۍ آسیا د دغه هیواد وګړي د یکشنبې په ورځ د رایې ورکونې مرکزونو ته روان وو ترڅو د شوري اتحاد تر ماتیدو وروسته د لومړي ځل له پاره خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي. دغه ټاکنې د دې هیواد د ولسمشر اسلام کریموف تر مرګ وروسته ترسره کیږي. د اسلام کریموف حکومت په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو، وژنې او د زورزیاتي له پاره پیژندل کیدو.

د کمیونستي دورې په ترڅ کې کریموف د ازبکستان د حکومت واګې په لاس کې واخیستې او له ۱۹۹۱م کال راهیسې يې په ازبکستان کې واک درلود. نوموړي د روان کال په سپټمبر میاشت کې د مغزي سکتې له امله ومړ. د کریموف تر مرګ وروسته د هغه لومړي وزیر د سرپرست ولسمشر په توګه کار پیل کړ.

د نوماندانو ترمنځ د توپیر نه شتون

په اروپا کې د امنیت او همغږۍ په سازمان کې څارونکو په ازبکستان کې ترسره کیدونکی د یکشنبې د ورځې دغه ټاکنې څه نا څه نمایشي ګڼلي دي او نیوکه کوي چې د میرزایویف پر وړاندې نور نوماندان کومه ځانګړي پالیسي نه لري او ترمنځ یې کوم ځانګړی توپیر هم شتون نه لري.

په اروپا کې دغه سازمان لیکي: «د نوماندانو ترمنځ د راتلونکي له پاره د پروګرامونو پر سر هیڅ راز بحث نه دی شوی. ټول نوماندان پر حکومت باندې له نیوکو ویریږي او یوازې ډیره عادي تاکنیزه مبارزه کوي.»

کریموف د خپل واک په موده کې څوک خپل ځای ناستی نه وو معرفي کړی. خو څارونکي په دې آند دی چې د اوسني سرپرست ولسمشر د واک په موده کې د دې هیواد د مذهبي او نژادي کړیو ترمنځ د ستونزو نه را برسیره کیدل په دې معنی ده چې نومړی د دې هیواد د زیاتره وګړو له پاره د منلو وړ کس دی.

په ۱۹۹۱م کال کې د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته ازبکستان د نړیوالې ټولنې له انزوا سره مخ شو او د دې ستونزې د هواري له پاره دې هیواد تر ډیره په خپل ځان تکیه کوله. دغه هیواد د وخت په تیریدو او په ډیرې پاملرنې سره وکولای شول چې له روسیې او غرب سره خپلې اړیکې بیا پراخه کړي او د دې کار له پاره یې خپلې طبیعې زیرمې او له افغانستان سره ګډه پوله د یوې آلې په توګه وکاروله.

د کریموف تر مرګ وروسته ازبکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سفر دا وښودله چې مسکو د دغه ۳۲ میلونه وګړو هیواد سره غواړي خپلې اړیکې لا نږدې کړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.06.2014):