1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اساروف د تيموشېنکو په موضوع کي پر لوېديځ د زغم ږغ کړی دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبه
https://p.dw.com/p/14qV8

د يوکراين لومړي وزير نيکولای اساروف پر لوېديځ ږغ کړی دئ چي په زندان کي د يوکراين د اپوزیسون د مشري يوليا تيموشېنکو د شکنجه کولو ناسم راپورونه دي نه نقل قول کوي. اساروف په فيس بوک نومي انټرنټ پاڼه کي ليکلي دي چي دا ډول راپورونه بايد اول و څېړل سي چي حقيقت لري او که نه.

نوموړي زياته کړې ده چي د يوکراين حکومتي پلټنو ښودلې ده چي د تيموشېنکو د شکنجې په هکله راپورونه غلط ول. په عينی حال کي د المان د برلين ښار د ستر روغتون شاريټې رئيس په يوکرايني زندان کي د تيموشينکو سره ليدلي دي.

دغه الماني ډاکټر ويلي دي چي تيموشينکو اوس دې ته چمتو سوې ده چي د يوکراين دننه خپل علاج وکړي خو دغه علاج به د الماني ډاکټر له خوا تر سره کيږي. د الماني ډاکټر په وينا تيموشينکو د ملا د تير دردونو څخه په عذاب ده. د دې څخه تر مخه تيموشېنکو ويلي ول چي د دوو اونيو راهيسي ئې د نه خوړلو احتساب پېل کړی دئ او دا چي غواړي د يوکراين د زندان څخه د باندي ئې علاج وسي. د يوکراين چارواکو گواښ کړی وو چي تيمو شينکو ته به په زور خواړه ورکړي.