1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اساسي قانون پخپله لوړ پوړي دولتي چارواکي تر پښو لاندي کوي

۱۳۸۷ آبان ۲۹, چهارشنبه

دغه ډول مسلو ته لکه د کابل پوهنتون ځينو محصلينو چي مظاهره کړې ډير لوړ پوړي چارواکي لمن وهي چي د مثال په توګه د ولسمشر د دوهم مرستيال څخه يادونه کيدای سي

https://p.dw.com/p/Fy8B
په کابل کي د طبي پوهنتون
په کابل کي د طبي پوهنتونانځور: DW/ Yasir

د کابل پوهنتون د يوشمېر محصلينو د مظاهرې په اړه دويچه ويلي دګوربت مجلې د مسول مدير او د سياسي چاروکارپوه ښاغلی حفيظ الله غښتلي سره مرکه کړې او په سر کې، ددغې مظاهرې په اړه چي د پوهنتون پر لوحه باندي دي دپوهنتون د کلمې ترڅنګ د دانشګاه کلمه هم ورزياته سي نظر پوښتلی ؟

غښتلی: په اصل کي خو مخکي دکابل پوهنتون نوم به د دغه پوهنتون پر درې ګونو دراوزو باندي په ډبرو(کابل پوهنتون ) او پوهنتون کابل) باندي ليکل سوی و، دوې شپې مخکي د پوهنتون يوشمير محصلين راولاړ سوی وه يوه لوحه يې ليکلې وه چي (پوهنتون کابل ) بيا لوګو وه او لاندي(کابل پوهنتون)او دغه راز په وروستۍ برخه کي په انګليسي ژبه ليکل سوي وه، خو خبره دا ده چي د افغانستان په اساسي قانون کي د ملي مسلحاتو د خوندي ساتلو حکم سوی دی چي بايد ملي مسلحات خوندي وساتل سي، خو له بده مرغه ځيني لوړپوړي سياسي چارواکي د افغانستان قوانين ترپښو لاندي کوي او په دې ډول په هيواد کي ګډوډي رامنځ ته کوي ترڅو خپلي شخصي ګټي خوندي کړي، داسي مسله څه موده مخکي په بلخ ولايت کي هم رامنځ ته سوې وه چي هلته له بده مرغه درې تنو محصلينو خپل ژوند هم د لاسه ورکړی او بيا د افغانستان ولسمشر حامد کرزي حکم ورکړ ترڅو دهغه ولايت د پوهنتون پر لوحه باندي د دانشګاه کلمه ورزياته سوه او دا پخپله د افغانستان له اساسي قانون څخه سرغړونه ده، خبره ډيره نه اوږدوم خو کله چي د سولي خبره کيږي د ځينو خير غوښتونکو لخوا نو دا شرط ايښودل کيږي چي اساسي قوانين بايد په بشپړه توګه مراعت کړل سي حال داچي دافغانستان ځيني لوړ پوړي چارواکي خپله نافظ قوانين ترپښو لاندي کوي، نو په دې توګه پر قانون باندي د خلکو بې باوري پيدا کيږي او نو دا ګډوډۍ اصلي سرچينه بللای سو.

دويچه ويلي: ښاغلی غښتلی، دغه محصلين د اساسي قانون له مخه څومره مستحق دي په داسي حال کي چي هغوی وايي اساسي قانون دوی ته د ژبي په حساب ددې حق ورکړی دی ؟

غښتلی: په اساسي قانون کي ټولو افرادو ته په مساوي ډول حقوق ورکړل سوي دي ، هر فرد چي افغان وي هغه حق لري په دې خاوره کي د يوه انسان په توګه ژوند وکړي خو تر هغه ځايه پوري چي ملي ګټو او اشخاصو ته زيان ونه رسوي، او په اساسي قانون کي دا هم په واضيحه توګه ويل سوي چي ملي مسلحات چي ټول خلک ورسره اشنا دي بايد وساتل سي، دالته ځيني خلک داسي فکر کوي د افغانستان ملي مسلحات چي ټول خلک ورسره اشنا دي دا يوه قوم ته منسوب دي مثال د جرګې ټکی دی دا ټکی يوه ترکي کلمه ده چي افغانستان ته راغلې پښتو او دري ژبو خپله کړې ده نو اوس د پښتنو دپاره هم پکارده چي د جرګې ټکی وساتي لويه غونډه ورته و نه وايي او د دري ژبو دپاره هم چي مجلس عالي ورته ونه وايي، دې ته ورته په پښتو ژبه کي موږ ډير داسي ټکي لرو چي په ورځني ژوندکي کار ورڅخه اخلو او په دري کي هم دا په دې خاطر چي دواړي ژبي سره نژدې دي، دغسي کارونه چي کيږي ترشاه يې د ځينو ګاونډيو هيوادونو لاس دی هغوی په دې کي لاس وهي ځکه هغوی د ژبنی مزهبی توپيرونو لپاره په افغانستان کي لاسوهنه کوي دوی داسي فکر کوي چي دغه اختلافونه په افغانستان کي زيات کړو او په دې سره به خپلي ګټي ترلاسه کړو حال داچي دغه کارونه ګاونډيو ته هم کومه ګټه نه لري که چيري په افغانستان کي حالت ګډوډ وي نو ريښې به يې ګاونډیو ته هم ورورسيږی.

دويچه ويلي: دولت تراوسه د کابل پوهنتون دمحصلينو د مظاهرې په مقابل کي څه غبرګون ښودلی دی ؟

غښتلی: ددې لپاره د ولسي جرګې ځيني غړی د منځګړيتوب په توګه کار کوي هلي ځلي کوي ترڅو مخنيوی يې وکړي او پوليسو يوازي ددې لپاره هڅه کړې چي د مظاهرې پر مهال د ورانيو مخ ونيسي، خو پر حکومت هم سړی ډير باور ځکه نسي کولای چي په هغو کي خپله داسي کسان سته چي دغه کار ته لمن وهي د مثال په ډول زه يادولای سم لکه د ولسمشر دوهم مرستيال او د ولسی جرګی ځيني غړي هغوی پخپله دې کار ته لمن وهي دا پخپله د حکومت يو ظعوف دی.