1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسامه د ځان پر ضد د کودتا پر کیدو شکمن شوی ؤ

۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبه

د هغو امریکایې اسنادو له مخې چې د جمعې په ورځ د ویکیلیکس د ویب پاڼې لخوا بربڼډ شوي دي، څرګندیږي چې اسامه د سپتمبر د بریدونو پر مهال د خپل ځان پر ضد د کودتا پر کیدو شکمن شوی وو

https://p.dw.com/p/12SU1
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

هغه له همدې کبله د امریکا پر نړیوال تجارتی مرکز د برید وروسته ځان ته د یو نږدې کس د بندې کیدو امر ورکړی وو.

 په ګوانتانامو کې یوه سعودې زنداني امریکایې تحقیق کونکو ته ویلي چې دی په 2001 کال کې د القاعدې د غړو لخوا شکنجه او ورڅخه تحقیق شوی وو. ده زیاته کړې چې پر ده د القاعدې لخوا د جاسوسۍ شک سوی وه.

دغه خبره د امریکا د دفاع د دیپارتمنت په هغو یاداشتونو کې راغلې چې د ویکیلیکس د ویب پاڼې لخوا بربڼډ شوي دي.

 دغه زندانی چې عبدالبخاري نومیږي ویلي چې دی یوه اوزبک یاغي ته د پیسو د ورکولو په معاملي کې د القاعدې لخوا توقیف شوی وو. ویل کیږي چې عبدالبخاری په افغانستان کې د روسانو پر ضد جګړې کې هم برخه اخیستې وو.

 «دغه پیسی ازبک اورپکی ته پرته له دې چې اسامه بن لادن خبر شې ورکړل شوي وي. بن لادن هم په دې فکر کې شوی وه چې دا د هغه په وړاندی د کودتا یو پلان دی.»

ویل کیږي هغه ازبک اوپکي ته چې پیسې انتقال شوي وي، جمعه نمنګانی نومیده چې د ازبکستان د اسلامی جنبش مشر وو.

 د ازبکستان اسلامی جنبش په 1998 کال کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې رامنځ ته شو. دغه سازمان د افغانستان په شمال او ازبکستان کې خپل فعالیتونو ته ادامه ورکوله.

 متحده ایالاتو د ازبکستان اسلامی جنبش په 2000 کال کې د یو تروریستی سازمان په توګه وپیژند. په 2001 کال کې کله چی امریکایی ځواکونه افغانستان ته راغلل ازبک یاغیانو په پاکستان کې خپلې اډې جوړې کړې.

 بخارې لومړی د طالبانو لخوا په قندهار کې زنداني شو او وروسته له هغې چې د طالبانو واکمنۍ پای ته ورسیده، دی او نور بهرني زندانیان د امریکایانو لاس ته ولویدل چی بیا ګوانتانامو ته واستول شول.
 
د متحده ایالاتو په بربڼډ شویو اسنادو کی بخاري ته د یوه کهنه کار جهادی خطاب شوی چې د القاعدی په کمپونو کې یې روزنه لیدلې.

په بربڼډ شویو اسنادو کې همدا راز راغلي چې بخاري په ګوانتانامو کې د ساتونکو سره ډیر خشن او ناسمه جلند کړی او د نورو زندانیانو په منځ کې یې هم اخلال رامنځ ته کړی.

 
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم