1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خپل ساده خو د نورو هوسا ژوند ته کار

۱۳۹۴ مرداد ۹, جمعه

استاد خزان ګل خپله ساده ژوند تیروي خو د زرونو افغانانو له پاره یې د ژوند او زده کړې ښه شرایط برابر کړي دي. هغه په خوست کې اته ښوونځي جوړ کړي چې پکښې په زرونو افغان ماشومان په زده کړو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/1G7Zp
انځور: DW

پر افغانستان باندې د پخواني شوروي ځواکونو تر یرغل وروسته استاد خزان ګل، نه یوازې د خپل هیواد د آزادۍ له پاره مبارزه وکړه، بلکي د دې له پاره یې هم کار وکړ چې افغان ماشومان د جګړې پر مهال زده کړو ته لاسرسی ولري. د هغه وخت ځوان او اوسنی سپین ږیری استاد خزان ګل د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسیدونکی دی او له همدې سیمې یې خپله مبارزه پیل کړې ده.

خزان ګل په ۱۹۴۵م کال کې زیږدلی او په خوست او کابل کې ښوونځی بشپړ کړ. هغه په ۱۶۴م کال کې د لوړو زده کړو له پاره آلمان ته ولاړ او په ۱۹۷۳م کال کې یې د فزیک او ریاضي په برخه کې تر ماسترۍ پورې خپلې زده کړي بشپړې کړې. هغه په آلمان کې د دې هیواد له ډیرو وګړو سره اشنا شو چې بیا یې وروسته د همدغو په مرسته په افغانستان کې د ښوونځیو د جوړولو چاري پیل کړې.

څنګه يې د ښوونځيو جوړولو کار پيل کړ؟

خزان ګل په ډیر سخت غربت کې ماشوموالی تیر کړی دی. ښايي همدا وخت یې پریکړه کړي وي چې په راتلونکې کې به افغان ماشومانو ته د ژوند او زده کړې ښه شرایط برابروي. هغه وايي: «کالي مې ټول زاړه او پينه پينه ول تر شپږم ټولګي پوري لڅي پښې ښوونځي ته تللى يم.»

استاد خزان ګل د افغانستان د جګړو پر مهال د راتلونکي نسل د روزنې په اړه ډیر اندیښمن وو او اندېښنه یې د جګړې له اوږدیدو سره ډیره شوه. له همدې کبله خزان ګل په هغو سیمو کې ښوونځي جوړول پيل کړل چې د دولت په کنترول کې نه وې.

استاد خزان ګل د خپلو آلماني ملګرو په مرسته د آلمان هيواد په کلیو کې خلکو ته د افغان ماشومان د ستونزو په اړه خپل پیغام ورساوه او د ښوونځیو د جوړوني له پاره راټولي شوي پیسې یې په يوه بانکي حساب کې راټولي کړې چې د ښوونځیو پر جوړولو یې ولګوي. هغه وایي: «ما په آلمان کې لوړې زده کړې کړي دي او هلته ملګري او دوستان لرم. هغوى به زه کنفرانسونو ته بللم او سيمارونه به يې راته جوړول او بيا به خلکو په دې ډول خپله مرسته کوله.»

استاد خزان ګل ته په دقیقه توګه هغه نیټه په یاد نه ده چې ده په اول وار آلمان ته د مرستو ټولولو په موخه سفر وکړ خو وایي هغه وخت په افغانستان کې د ثور له انقلاب څخه درې کاله تیر شوي وو.

په دغو کلونو کې افغانستان په ډیرو سختو شرایطو کې وو او د خلکو ذهنیتونه د پخواني شوروي د یرغل له کبله د ټولو بهرنیانو پر وړاندې بدل شوي وو. د خزان ګل له پاره دا یوه سخته چاره وه چې افغانان په دې قانع کړي چې آن د جګرې په سیمو کې باید ښوونځي فعاله وي.

خزان ګل وایي چې ځینو افغانانو خو بیا آن د ده له خوا د راټولو شویو پیسو له اخیستلو ډډه کوله. د هغه وخت ځوان خزان ګل په دې اړه له سیمه ییزو مشرانو مرسته وغوښته: «له مشرانو مې وپوښتل چې آیا غواړي په راتلونکې کې ښځي ډاکټراني ولری چې د ناروغانو درمنله وکړي او که نه؟ دوی راته مثبت ځواب راکړ. بیا مې دا هم ورباندې ومنله چې د ښوونځي ترمیم او رغوونه هم د سيمې خلکو پر غاړه ده او دوى بيا د خپلو ښوونځيو ساتنه کوله او اوس يې هم کوي.»

خزان ګل تر اوسه پورې په خوست کې اته ښوونځي جوړ کړي چې پنځه يې د هلکانو او درې يې د نجونو دي. په دغو ښوونځیو کې اوس په زرهاو افغان ماشومان د یوې ښې او روښانه راتلونکې پر لور روان دي. هغه په دې برخه کې یوازې د یوه مدني فعال په توګه کار نه دی کړی، بلکي کله چې تر ۲۰۰۱م کال وروسته استاد خزان ګل د خوست ولایت د معارف د رئیس په توګه وګمارل شو، نو د دې ولایت په بیلابیلو برخو کې یې شاوخوا ۵۰ ښوونځي جوړ کړل.

د خوستیانو ځایي اتل

د نجونو له پاره د استاد خزان ګل له خوا د بې بې خدیجی په نوم یوه جوړ شوي ښوونځي کې په سونو نجوني زده کړې کوي. یو زده کوونکې وايي: «اوس موږ ښوونځى لرو او زه اجازه لرم چې درس ووايم. له نورو ميندو او پلرونو هيله کوم چې دوى هم د خپلو زامنو غوندي لوڼو ته هم د زده کړو اجازه ور کړي.»

د استاد خزان ګل له خوا له جوړ شویو ښوونځیو څخه ډیر شمیر فارغان اوس په پوهنتونو کې زده کړي کوي. د خوست ولایت اوسیدونکی رحیم ګل نایل په دې اړه وایي: «د استاد خزان ګل له برکته همدا زده کونکي چې نجونې او هلکان دي اوس په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت او د دوی د روښانه راتلونکې ضمانت کوي.»

استاد خزان ګل وایي چې راټولې شوې مرستې په شفافه توګه مصرفوي.
استاد خزان ګل وایي چې راټولې شوې مرستې په شفافه توګه مصرفوي.انځور: DW/N. Matoonwal

استاد خزان ګل د زده کړې ستکور تر څنګ د باغدارۍ او زراعت د ترویج له پاره هم ډیر کار کړی دی. هغه د خلکو له پاره نیالګي، میږې، وزې او اوښان رانیولي دي. هغه وایي: «خلکو ته مې په غرنيو سيمو کې ډيرې ځمکې آبادې کړي، باغونه مې ورته جوړ کړي او اوس له دې لارې خپلې کورنۍ ته روزي يپدا کوي.»

د خوست اوسیدونکي د خزان ګل د هڅو د ستاینې په له پاره هغه ته د ویاړ لنګۍ هم پر سر کړې ده او هغه ته نه یوازې د یوه سیمه ییز مشر، بلکي د ځایي اتل په سترګه ګوري. افغان دولت هم دغه فعال ستایلی دی او ورته یې د ستاینلیکونو تر څنګ د معارف په برخه کې د سرو زرو مډال هم ورکړی دی.

نوموړى خپله ساده ژوند تيروي خو د نورو لپاره له سوکالۍ او هوساينې ډک ژوند غواړي.