1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران د ستراتیژیک سند د ردولو هڅې کوي»

۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبه

د ولسي جرګې له۷۰ څخه ډیرو استازو غوښتي دي چې باید د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون پر سر رای اچونه وشي. د ولسي جرګې یو شمیر استازي وایي چې ایران او پاکستان هڅه کوي چې دغه تړون د تصویب مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/151v0
انځور: AP

افغان حکومت په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان پارلمان ته دوه لیکونه استولي دي او ورڅخه ئې غوښتي دي چې د ستراتیژیک تړون پر سر رای ګیري وکړي. د افغانستان د پارلمان یوه غړې وژمه ساپۍ، وایي چې ایران په وروستیو ورځو کې د پارلمان غړو ته پیسې ورکوي چې د افغانستان او امریکا تر منځ ستراتیژیک تړون رد کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازي محمد صالح سلجوقی، دویچه ویله المان غږ ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ولسي جرګې استازې د ستراتیژیک تړون د موافقینو او د هغه د مخالفینو په ډلو باندې ویشل شوي دي: «په ولسي جرگې کې دوه بیلابیل محورونه رامنځ ته شوي دي. یوه ډله هڅه کوي چې دغه سند تصویب کړي او یوه بله ډله هڅه کوي چې دا سند رد کړي.»

یو شمیر استازو د چهار شنبې په ورځ د ولسي جرگې عمومي غونډې ته وویل چې ایران په وزیر اکبر خان کې یو شمیر کورونه په کرایه نیولي دي او هلته د پارلمان یو شمیر استازو ته پیسې ورکوي چې ستراتیژیک سند رد کړي.

د ولسي جرگې یوې استازې لیلما ولي حکیمي، وویل: «زه نه پوهیږم چې وکیل صاحبان کومې شخصي ستونزې لري؟ هیله کوم د ملت موضوع په پام کې ونیسئ نه خپله شخصې موضوع. په وزیر اکبرخان او کارته سې کې معاملې کیږي. که یو څوک چې له میلیونونو کسانو څخه ئې رایې تر لاسه کړي وي، خپل ځان په لس زرو ډالرو وپلوري، ایا دا د شرم ځای نه دئ؟»

«د افغانستان د برخه لیک پوښتنه»

دا په داسې حال کې ده چې په شیکاگو کې د ناټو مشرانو پریکړ وکړه چې په ۲۰۱۳ کال کې به د افغانستان امنیتی مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپاري او په ۲۰۱۴ کال کې به له دغه هیواد څخه ووځي.

د پارلمان یو شمیر غړي وایي چې که افغانستان د ستراتیژیک سند له لارې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه نه کړي، نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ایران او پاکستان رقابتونه به بیا په افغانستان کې جگړه پیل کړي. هغوی دا خبره منی چې د افغانستان پریکړه لیک په دې سند کې نغښتی دئ.

د ولسي جرگې د کورنیو وظایفو د اصولو له مخې باید لومړی د دې جرگې اتلس واړه کمیسیونونه دا سند وڅیړي او تر هغه وروسته ئې د جرگې عمومي غونډې ته د تصویب له پاره وړاندې کړي. تر اوسه پورې یوازې پنځه کمیسیونونو دغه تړون څیړلی دئ.

هغه استازي چې ژر تر ژره د ستراتیژیک سند پر سر د رای اچونې غوښتونکي دي وایي چې د دې سند مخالف استازي غواړي چې د هغه د تصویب پر سر رای اچونه وځنډوي. د ولسې جرگې ادارې پلاوې د ځینو استازو د فشارونو په پایله کې پریکړه وکړه چې پر ستراتیژیک سند به د شنبې په ورځ خبرې وشي.

د نړیوالو مرستو دوام

د ولسي جرگې یو شمیر استازي ټیگار کوي چې د دغه سند تصویبول د توکیو د کنفرانس په پایلو باندې اغیزه لري او باید تر دې کنفرانس مخکې د دغه سند برخه لیک وټاکل شي. د کابل د ولایت استازې شکریې بارکزۍ وویل: «که د ستراتیژیک تړون برخه لیک معلوم نه شي هغه مرستې چې د شیکاگو په کنفرانس کې د افغان امنیتي ځواکونو له پاره ومنل شوې، د هغوی برخه لیک څه کیږي؟ که د ستراتیژیک سند برخه لیک و نه ټاکل شي د توکیو په کنفرانس کې چې پر کومو پرمختیایي پروژو باندې موافقه کیږي د هغوی برخه لیک به څه شي؟»

د دغو استازو په وینا په افغانستان کې ورستۍ ناامنۍ هم د دې ستراتیژیک سند له ردیدو او یا هم تأییدیدو سره مستقیمه اړیکه لري. د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم ویلي دي چې د ملا داد الله محاذ دنده لرٍي چې وکیلانو ته گواښ ورکړي او هغوی ته ووایي چې ستراتیژیک رد کړي که نه نو و به وژل شي.

حسین سیرت/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم