1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استازي: د ټاکنو پر نیټې دې له سره غور وشي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۱ آبان ۱۳, شنبه

د افغانستان د ولسي جرگې یو شمیر استازي وایي چې د ۱۳۹۳م کال د حمل د میاشتې پر ۱۶مه نیټه تر سره کیدونکي ولسمشریزې ټاکنې یو شمیر وگړي د رایې د ورکولو له حق څخه محرومولی شي.

https://p.dw.com/p/16cOk
انځور: DW

 د دغه استازو په وینا په دغه موسم کې د افغانستان یو شمیر سیمې د واورې لاندې وي. د بدخشان، کونړ، بادغیس، غور، دایکندي او همداشان د بامیان ولایتونو یو شمیر سیمو ته د ټاکنو د تجهیزاتو رسول په دغه موده کې ناشونی دی.

د ولسي جرگې د شنبې د ورځې «د ۲۰۱۲م کال د نوامبر دریمه» په عمومي غونډه کې د بامیان ولایت استازي جمال فکوري بهشتي، وویل: «د حمل د میاشتې پر ۱۶مه نیټه د افغانستان ۶۰ سلنه برخه د واورې لاندې ده. وگړي د خپل حق څخه چې په ټاکنو کې گډون دی، نه شي کولای گټه واخلي. دا یوه مهمه موضوع ده او په ټاکنو کې د خلکو د گډون مخه باید و نه نیول شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دویم ځل له پاره د ولسمشرې د ټاکنو د نیټې د ټاکلو په اړه هم لانجې راپورته شوې وې. د دویم ځل ټاکنې د درې میاشتو تر ځنډ وروسته تر سره شوې وې. نو په دې دلیل که چیرې د اساسي قانون د فرمان پر اساس ټاکنې تر سره کیږي نو د افغانستان نیمایي وگړي ښایي د سړې هوا او د واورې او کنگل له امله د مواصلاتي لارو د بندیدو په وجه په دغه ټاکنو کې گډون و نه شي کړای.

یوازې د ثور د میاشتې په وروستیو او د جوزا د میاشتې په لومړیو کې د افغانستان لیرې پرتو سړو او غرنیو سیمو ته د انتخاباتي وسایلو انتقالول امکان مومي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د افغانستان د سړو سیمو د مشکلاتو په اړه باید په ملي کچه تصمیم ونیول شي. دغه کمیسیون وایي چې د اساسي قانون په چوکاټ کې یې د ولسمشرې د ټاکنو له پاره دغه نیټه ټاکلې ده. د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهیمي، ویلي دي چې دغه مسئلې ته باید پاملرنه وشي تر څو د سړو سیمو اوسیدونکي په ټاکنو کې د گډون له حق څخه محرومه نه شي.

ښاغلي بهشتي همداشان وویل چې د قانون پر اساس د ولایتي شوراگانو استازي د څلورو کلونو له پاره ټاکل کیږي، خو په هغه صورت کې چې د ولایتي شوراگانو ټاکنې د ولسمشرې له ټاکنو سره یوځای تر سره شي، ولایتي شوراگاني یو بل کال هم خپل کار ته ادامه ورکولای شي او دا د قانون خلاف کار دی.

په عین وخت کې د ولسي جرگې یو بل تن استازي بابر فرهمند، د ناامنیو د ډیریدو په اړه انديښنه څرگنده کړه او وې ویل چې په هغه صورت کې چې ناامنۍ ورځ تر بلې ډیروالی ومومي، نو د افغانستان خلک باید د شفافو او له درغلیو پرته د ټاکنو انتظار و نه باسي.

هغه وویل: «د ولسمشرۍ د دورې بشپړیدو ته چې یو نیم کال پاتې دی، د افغانستان وضعیت به لا پسې کړکیچن شي، چې د هغې بیلگې به نه په تیرو لسو کلونو کې تر سترگو کیږي او نه به هم د ۲۰۱۴م کال وروسته.» د ولسي جرگې نوموړي استازي له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې د خلکو د امنیت تأمینولو برخې ته ډیره پاملرنه وکړي.