1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استازي: له حزب اسلامي سره دې د سولې تړون ژر تر ژره لاسلیک شي

حسین سیرت۱۳۹۵ شهریور ۲۷, شنبه

د پارلمان یو شمیر استازو د افغان حکومت او اسلامي ګوند تر منځ د سولې تړون د لاسلیکیدو غوښتنه وکړه. پلان شوې وه چې دغه تړون د لوی اختر په ورځو کې لاسلیک شي، خو د اختلافاتو له کبله لا تر اوسه پورې هم دغه کار نه دی شوی.

https://p.dw.com/p/1K47h
Afghanistan Gulbuddin Hekmatjar in Kabul
انځور: Getty Images/AFPS. Khan

د سولې عالي شورا ویلي دي چې د سولې دغه سند به تر دوو ورځو پورې نهاېي او لاسلیک شي. خو له دې کبله چې د دې سند په لاسلیکدو کې څو وارې ځنډ راغلی دی، اوس هم د هغه په اړه شکونه موجود دي.

د سولې عالي شورا غړو ویلي دي چې یوازې په دری یا څلور مواردو کې د حزب اسلامي او دولت تر منځ اختلافونه موجود دي چې ژر به حل شي. لا تر اوسه پورې رسنیو ته د اختلافي مادو په اړه د حکومت له خوا معلومات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې د پارلمان یو شمیر غړو د شنبې په ورځ د دې سند د ژر تر ژره نهایي کیدو غوښتنه وکړه. د ولسې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمې وویل: «باید دغه تړون ژر تر ژره د پای ټکی ولري او د افغانستان د خلکو له پاره سولې او ثبات ته د رسیدو په خاطر د امید یو څرک تر سترګو شي. خلک د امنیت له نه شتون څخه کړیږي.»

قضایي مصوونیت

له حزب اسلامي سره د سولې تړون یوه جنجالي ماده، د دې ګوند د مشرانو قضایي مصوونیت دی. دغه ګوند په ۷۰مه لسیزه کې د افغانستان او په خاصه توګه د کابل د جګړو یو اړخ وو. د رپوټونو له مخې په دې لسیزه کې په افغانستان کې جګړو شاوخوا ۶۰ زره کسان ووژل.

له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته، د افغانستان کورنيو جګړو په لسهاو زره افغانان په ځانګړې توګه به کابل کې ټپیان کړي.

خو د سولې عالي شورا وایي چې دغه ستونزه حل شوي ده او د سولې تړون په یوه ماده کې راغلي دي چې حق العبد محفوظ دی او متضرر کسان کولای شي چې په محاکمو کې د اسلامي ګوند د مشرانو پر ضد دعوا وکړي.

د پارلمان یو شمیر غړو د اسلامي ګوند او حکومت تر منځ د سولې تړون د لاسلیک کیدو په بهیرکې پر ځنډ باندې نیوکه وکړه. هغوی وویل چې په دې برخه کې د ملي یووالي حکومت دوه مشران یو له بل سره د نظر اختلافونه لري. ویل کیږي چې د تړون له ځینو مادو سره د اجراییه وي رییس عبدالله عبدالله، مخالفت، د سولې تړون لاسلیکیدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.

ولسمشر غني د لوی اختر پر لومړی ورځ وویل چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د سولې مخه ونیسي. هغه ګواښ وکړ چې که دغه ممانعتونه دوام پیدا کړي نو جزئیات به یې له خلکو سره شریک کړي.

د خلکو تمه

که څه هم په تیرو ۱۵ کلونو کې د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي ګوند له حکومت سره په وسله واله مخالفت کې وو، خو د هغه د ګوند ځینی شاخې بیا په حکومت کې هم سهیمې وې. پر دې سربیره دغه ګوند د افغانستان په پارلمان کې استازي لري، او یو شمیر وزیران هم همدې ګوند پورې تړلې دي.

یو شمیر استازو د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې خلک د دې سند لاسلیکیدو ته سترګې په لار دي.

د پارلمان استازي نادرخان کټوازي، وویل: «د خلکو غوښتنه دا ده چې پر حکومت باندې فشار راشي او دغه تړون لاسلیک شي چې طالبانو ته هم د سولې لار پرانیستل شي او دغه ډله هم د سولې پر بهیر باندې اعتماد وکړي.»

حسین سیرت کابل