1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استانبول: بشارالاسد دي له زورزياتي لاس واخلي

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه

له اویاو څخه د زیاتو هیوادونو لوړپوړی چارواکي د رواني اونۍ د یکشنبې په ورځ په استانبول کې سره راټول سوي ول چي په سوریه کې روان کړکېچ ته د پای ټکي د ایښوولو پر سر خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/14W40
انځور: Reuters

د لویدیځو او عربي هیوادونو دیپلوماټان د داسي لارو چارو د لټولو هڅه کوي چې د اسد پر رژیم فشار راوړي تر څو د ملگرو ملتونو د سولي وړانديز ومني او روانو خونړیو پیښو ته د پای ټکی کښېږدي. د اټکلونو له مخي په دغه پیښو کې تر اوسه تر ۹ زرو زیات انسانان وژل شوي دي.

د ترکیې لومړي وزیر طیب اردغان د «سوریې د ملگرو» په نامه دوهمي غونډي ته پخپله وینا کې ویلي دي چې د سوریې د خلکو له ځان څخه د دفاع د حق ملاتړ بايد وشي.

د غونډي یوه ورځ د مخه اردغان په خپله تلویزوني وینا کې ویلي ول چې دوی غواړي چې په سوریه کې پر ملکي خلکو بریدونه ودرول شي او د سوریې د خلکو پر ځای غوښتني دي ومنل شي.

په دغه غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزیره هیلري کلنټن هم گډون لري. کلنټن د غوڼدي گډونوالو ته په خپلو خبرو کې ویلي دي چې بشارالاسد د سولي له وړاندیز څخه پر شا کیږي، اسد د ملگرو ملتونو او عربي لیگ د ځانگړي استازي کوفي عنان له خوا د سولي پلان منلی وو.

هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د بشارالاسد دولت باید د ملکي وگړو پر وړاندي عملیات ودروي او یا دي ځان سختو پايلو ته چمتو کړي. کلنټن په خپرو کې دا هم ویلي دي چي د امریکا متحده ایالات له اپوزیسون سره د مخابراتي الاتو او نوري مرستي هم کوي.

د هغې په وینا دوی له خپلو نړیوالو شریکانو سره په دې اړه خبري کوي چې څنگه کولای شي دغه مرستي په ښه طریقه سره ور ورسوي.

خو د سوریې د اپوزیسون د ملي شورا مشر برهان غالیون د غونډي له گډونوالو څخه غوښتي دي چې یاغیان باید مسلح شي، تر دې وړاندي دغسي یوه غوښتنه سعودي عربستان او قطر هم کړې ده. په پام کي ده چي غالیون به له هیلري کلنټن سره هم په جلا توگه وگوري.

خو واشنگټن دا ویره لري چي که چیري دغو ډلو ته وسلې ورکړل شي نو نه یوازي به په دغه هیواد کي، بلکي د عربو او کردانو، د سني او شیعه مسلمانانو او نورو ډلو تر منځ به کورنۍ جگړې ته لمن ووهل شي.

په عین وخت کې یوې بریتانه میشتي د بشري حقونو ټولني د یکشنبې په ورځ په نښتو کي لږ تر لږه د ۱۶ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دئ، چي پکښي ۸ تنه سرتیري هم شامل دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل