1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا د ۲۹ ميليونه ډالرو په ارزښت مخدره مواد نيولي

۱۳۹۰ آذر ۸, سه‌شنبه

استراليايي چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چي هغوئ د شاوخوا ۲۹ ميليونو ډالرو په ارزښت مخدره توکي، چي د افغانستان څخه دغه هيواد ته راغلي نيولي دي.

https://p.dw.com/p/13Ip3
مخدره مواد
مخدره موادانځور: DW

دغه مخدره توګي د سرو کشمشو په منځ کي ځای پرځای شوي ول. داسي باور کيږي، چي دغه مخدره توکي چي د ايران څخه دغه هيواد ته رسېدلي دي، په افغانستان کي به توليد شوي وي.

په نيول شوي مخدره توکو کي۹۷کيلو هيروين او۱۱۸کيلوګرامه بل ډول مخدره توکي نيول شوي دي.
تر دي وړاندي هم په استراليا کي ۳۰۰ کيلوګرامهکوکايين نيول شوي ول. د استراليا د کورنيو چارو وزير وايي چي دا په تيرو ۱۲مياشتو د کي د نيول سوو مخده موادو تر تر ټولو ډيره اندازه ده.

پوليس وايي چي د نيول شوو مخدره توکو په تړاو يې يو ۳۴ کلن استراليايي هم نيولیدئ. د دغو چارواکو په حواله نيول شوي کس کيدایشي په عمر قيد محکوم شي.

نيول شوي مخدره توکي د سرو کشمشو په کارتنونو کي ځاي پر ځاي شوي ول.څو مياشتي وړاندي روسيې هم په ډيره اندازه مخدره مواد او قاچاق وړونکي نيولي ول، او هغوئ هم د افغانستان څخه د ور قاچاق سوو موادو خبره کوله.

روسيې په ورا ورا دا ويلي، چي په افغانستان کي د نشه يي مواد په وړاندي مبارزې ته بايد لومړي توب ورکړل سي، چي په خبره يې دغه بوټی تر تروريزم بدتره دی.

روسيه وايي، چي د افغانستان څخه د ورقاچاقيدونکو نشه يي موادو څخه يې په ميليونونو وگړي کړيږي.

تيره ورځ په کابل کي د ايران، پاکستان او افغانستان تر منځ په درې اړخيزه غونډه کي د نشه يي موادو په وړاندي مبارزې د همږغۍ پر خبره باندي ټنگار کوئ.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل