1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استراليا کېدای شي نور پوځيان افغانستان ته واستوي

۱۳۸۶ فروردین ۱, چهارشنبه

د استراليا لومړي وزير جان هوارد وويل چې دغه پرېکړه تر اوسه پورې سل په سلو کې نه ده شوې، خو داسې ښايي چې استراليا به نور نظامي ځواکونه افغانستان ته ولېږي.

https://p.dw.com/p/DKAR
د استراليا لومړی وزير جان هوارد
د استراليا لومړی وزير جان هواردانځور: AP
هوارد تېره اونۍ د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان سره ليدلي وو او د دغې موضوع په هکله يې خبرې کړې وې. نوموړي زياته کړه چې د عراق دپاره د نورو ځواکونو غوښتنه نه ده شوې. پر عکس له عراقه د پوځيانو د ايستلو په اړه هم تر اوسه پورې کومه پرېکړه نه ده شوې.