1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا، انگلستان او نیوزیلاند سریلانکا ته ماتې ورکړه

مسعود جهش۱۳۹۳ بهمن ۲۵, شنبه

د کرکیټ د نړیوال جام پر لومړۍ ورځ دواړو کوربه هیوادونو خپلو سیالو ډلو ته ماتې ورکړې. لومړۍ لوبه نیوزیلاند له سریلانکا څخه په ۹۸ منډو او دویمه لوبه استرالیا له انگلستان څخه په ۱۱۱ منډو وگټله.

https://p.dw.com/p/1EblJ
انځور: Reuters/B. Malone

د کرکیټ د نړیوال جام د لوبو پر لومړۍ ورځ کوربه هیوادونه اسرالیا او نیوزیلاند ښه وځلیدل. لومړۍ لوبه د نیوزیلاند او سریلانکا تر منځ په کریستچارچ لوبغالې کې ترسره شوه.

لومړی نیوزیلاند منډې جوړې کړې او په پنځوسو اورونو کې یې د خپلو شپړو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۳۳۱ منډې وکړې او په دې ترتیب یې سریلانکا ته د ۳۳۲ منډو هدف وټاکه.

د نیوزیلاند له خوا تر ټولو ډیرې منډې ۷۵ وې چې اندرسون په ۴۶ توپونو وکړې. هغه وتوانید چې اته څلوریزې او دوه شپږیزې ووهي او په دې ترتیب سره په کمو ټوپونو د خپلو منډو شمیر لوړ کړي.

د سریلانکا له خوا کولسکارا یوه، حیرات یوه، لکمال دوه او مندیز هم دوه ویکټې واخیستې. د سریلانکا توپ وهونکي و نه توانیدل چې خپل ټول پنځوس اورونه ولوبوي او په ۴۶ اوور کې یې د ۲۳۳ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي وسوځیدل.

د نیوزیلاند له لوبډلې څخه سوتي، بولت، میلني، ویتوري او اندریسون هر یو دوه سریلانکایي لوبغاړي وسوځول او په دې ترتیب سره د کړکیټ د پنځوس اوریز جام د لومړي لوبې گټونکی هیواد شو.

د نړیوال جام دویمه لوبه د بل کوربه هیواد استرالیا او انگلستان تر منځ وه چې لومړی توپ وهنه استرالیا وکړه او په پنځوسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې انگلستان ته د ۳۴۳ منډو هدف وټاکه.

د استرالیا له خوا تر ټولو ډیرې منډې ۱۳۵ وې چې فینچ د ۱۲۸ توپونو په مټ جوړې کړې. د هغه وروسته د مکس ویل ۶۶ او بای لي ۵۵ منډې هم د پام وړ وې. استرالیا په ۵۰ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکړل چې پنځه تنه یې د فن، دوه تنه یې د برود او یو تن یې د وای کیس له خوا وسوځید.

انگلستان له پیلیه لوبه ورو وکړه او په دې ترتیب سره ډیر ژر تر فشار لاندې راغی. د دې لوبډلې لوبغاړو په ۴۱ اورونو کې ټول ټال ۲۳۱ منډې وکړې چې تر ټولو ډیرې په کې د تایلر ۹۸ منډې وې. استرالیایي توپ اچوونکی مارش د پنځه انگلیسې لوبغاړو په سوځولو وتوانید او له لومړي سره یې پر دې ډلې باندې فشار ډیر کړ.

د کرکیټ په نړیوال جام کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د بنگله دیش پر وړاندې د فبروری میاشتې پر ۱۸مه نیټه وکړي. د افغانستان د کرکیټ ملي شورا غړو ویلي دي چې هدف یې د دغې لوبې گټل دي ترڅو افغان لوبغاړي وشي کولای له لومړي سره په لوړ مورال د نړیوال جام سیالي پیل کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب