1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا د اجباري کمپونو مهاجرو ته جبران خساره ورکوي

۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبه

ټاکل شوی ده د استرالیا هیواد د پاپوآګینه اجباري کمپ مهاجر د جبران خسارې په توګه ډیرې پيسې ترلاسه کړي. د دغې حقوقي موافقې پر بنسټ د استرالیا حکومت او امنیتي شرکتونه باید مهاجرو ته ۷۰ میلیونه استرالیایې ډالره تادیه کړي.

https://p.dw.com/p/2ehU1
Bootsflüchtlinge mit Ziel Australien
انځور: Getty Images/S. Fisher

که چیرې دغه موافقه نهایې شي، نو دغه پيسې یعنې ۷۰ میلیونه استرالیایې ډالره چې۴۷ میلیون ایرو کیږي، به پر هغو څه د پاسه ۱۹۰۰مهاجرو وویشل شي چې د ۲۰۱۲ م کال راهیسي د مانوس په ټاپو کې په اجباري توګه ساتل شوي دي. سربیره پر دې د استرالیا حکومت به د محکمې د قضایې بهیر تر دیارلس نیم میلیونو ډیر مصارف هم په غاړه واخلي.

د دې کار پسمنظر په دغه کمپ کې د ساتل شویو مهاجرو له خوا یوه ډله ييزه دعوی ده. دوی د هغه جسمي او رواني رنځ له امله دعوی کړی چې د دغه کمپ په خرابو شرایطو کې ورسره مخامخ شوي دي.

د نوموړۍ حقوقي موافقتنامې له مخې د جبران خسارې د دغو پيسو په ورکړې سره به د کډوالو له خوا د استرالیا حکومت او امنیتي شرکتونه پر ضد د یوې علني محکمې له دایریدو څخه مخنیوی وشي.

وروسته تر دغې موافقې وکیلانو له دې قرارداد څخه د بشري حقونو د دعوو په برخه کې یو تر ټولو لوی حقوقي قرارداد څخه خبره کړې.

د مهاجرو وکیلانو او داکترانو په وار وار سره د مانوس او نائورو په ټاپو کې د مهاجرو د کمپونو شرایط غندلي دي. په دغه کمپ کې په پراخه پیمانه د ناوړه استفادې، زورونې او روغتیایې ستونزو په اړه ډیر رپوټونه ورکول شوي دي.

د استرالیا حکومت د مهاجرو پر وړاندې یو سخت سیاست پر مخ وړي. دغه هیواد هغو مهاجرو ته چې غواړي د کوچنیو کیشتیو په وسیله استرالیا ته داخل شي هیڅ اجازه نه ورکوي. برعکس دغه کسان په پاپوآګینه کې د مانوس ټاپو او یا نائورو ته انتقالیږي.

Nka/ af (afp)