1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد: ترمپ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې یو"روښانه متحد" کیدای شي

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي دي چې که د ترمپ اعمال د هغه د کمپاین شعارونو ته ورته وي، نو هغه یو متحده کیدای شي. ترمپ د خپلو شعارونو پرمهال روښانه کړې وه چې د اسد پرضد به يې سياست د اوباما په پرتله یو څه نرم وي.

https://p.dw.com/p/2Sl9x
Syrien Präsident Bashar al-Assad
انځور: Reuters/SANA

د سوریې ولسمشر بشارلاسد په یوه مرکه کې ویلي دي چې که ترمپ د "ترهګرو د ځپلو" ژمنه تعقیب کړي او د امریکا متحدو ایالاتو په اداره کې پر مداخله کوونکو قوتونو باندي بریا ترلاسه کړي، نو هغه یو "یو طبیعي" متحده کیدای شي.

اسد د ترمپ تر بریا وروسته، په اول وار د هغه په اړه خبري کړي دي او ویلي یې دي چې هغه فکر نه کوي چې ترمپ دې د خپلو کمپاینونو شعارونه عملي کړي او د هغه د رژیم د ځپلو پرځای خپل ډیر پام "اسلامي دولت" ترهګرې ډلي له منځه وړلو ته واړوي.

اسد د پرتګال RTP تلویزیون ته په مرکه کې ویلي دي: "دا چې هغه به څه وکړي، موږ یې تر اوسه پورې په اړه څه نه شو ويلای ... که هغه د ترهګري پر ضد مبارزه وکړي، نو موږ به یې هرو مرو متحدین یوو، طبیعي متحدین د روسیې، ایران او نورو هیوادونو په تړاو."

ترمپ تر دې مخکې ویلي دي چې د اسد رژیم پر وړاندې به د ولسمشر اوباما په پرتله یو څه نرم سیاست ولري.

اسد ویلي دي: "زه غواړم ووایم چې دا موضوع هیله ييدا کوي، خو ایا هغه دا کار کولای شي؟ ایا هغه په دې برخه کې اقدامات کولای شي؟ د امریکا متحدو ایالاتو په اداره کې متخالف ځواکونه او هغه رسنۍ چې د ترمپ پر ضد وې به څرنګه شي؟ هغه به له دغو ټولو سره څرنګه ګذاره وکړي؟"

امریکا متحد ایالات اوس په سوريه او عراق کې د یوه نړیوال ایتلاف مشري کوي چې د داعش ترهګري ډلې پر ضد هوایي بریدونه ترسره کوي. دغه ایتلاف همداراز د هغو پاڅون کوونکو ملاتړ کوي چې د اسد پر ضد جنګیږي.

خو په مارچ میاشت کې ترمپ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې وویل چې په عین وخت کې د اسد او اسلامي دولت پر ضد جنګیدل "لیونتوب او حماقت دی".

ترمپ ویلي ول: "تاسو نه شئ کولای چې په یوه وخت کې له دوو هغو کسانو سره چې يو له بل سره جنګیږي، جګړه وکړئ. تاسو باید یو اړخ انتخاب کړئ."

ترمپ همداراز ژمنه کړې وه چې له روسیې سره به اړیکې ښې کړي. خو په ټاکنو کې د ترمپ تر بریا وروسته، تر اوسه پورې هم د هغه د بهرني سیاست په اړه ډیر معلومات په لاس کې نه شته. دا چې هغه به څه وکړي، ښايي د وخت په تیریدو سره روښانه شي.

نور مطالب: