1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد د تاوتریخوالي پړه پر امریکا او ترهگرو اچوي

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه

بشارالاسد پخپل هیواد کې د تاوتریخوالي پړه پر «ترهګرو» او متحده ایالاتو باندې اچولې ده. هغه له یوه الماني تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې یو شمیر هیوادونو د کوفي عنان د سولې پلان کامیابي نه غواړي.

https://p.dw.com/p/15Tty
انځور: SWR

بشارالاسد ویلي دي چې هغه تر اوسه پورې هم د سوریې د ډیرو خلکو ملاتړورسره شته . هغه په سوریه کې د وروستي تاوتریخوالي او زرګونو تنو د وژنې پړه پر ترهګرو باندې اچولې ده.

اسد د المان له ARD تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې که هغه د سوریې د خلکو ملاتړ له ځان سره نه لرلای، نو اوس به له واک څخه ایسته شوی وای. د اسد په خبره دا کار به ځکه اسانه وای چې غربي هیوادونه غواړي چې هغه له واک څخه ګوښه شي. اسد دا امکان ردکړی دئ چې هغه به له واک څخه ګوښه شي. هغه ویلي دي:

«یو ولسمشر باید له ننګونو څخه و نه تښتي. اوس موږ په سوریه کې له یوې ننګونې سره مخامخ یو.»

«زما سرتیري د عام وژنو مسئول نه دي»

بشار الاسد په ۲۰۰۰ کال کې له خپل پلار څخه د سوریې قدرت په میراث واخیست. هغه پخپله مرکه کې دا خبره په کله رد کړې ده چې گواکې ځواکونه ئې د سوریې د عام وژنې تر شا دي. کله چې له اسد څخه د حوله د ښار د عام وژنې په هکله وپوښتل شوه، هغه وویل چې دا د هغه د رژیم د مخالفینو یو پلان وو چې د هغه رژیم بد نامه کړي.

اسد ویلي دي چې په حوله کې وژل شوي کسان د سوریې د دولت پلویان ول: «هغوی یو جنایت تر سره کړ او بیا ئې د هغه جعلي ویدیو خپره کړه. هغوی زموږ د پوځ یونیفورم اغوستی وو چې موږ بدنامه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو له خوا په ترسره شوې څیړنه کې د حوله د ښار د عام وژنې پړه پر دولتي ځواکونو باندې اچول شوې ده.

ترهگر، امریکا او نور

اسد ویلي دي چې د هغه د هیواد په تاوتریخوالي کې ډیرې ډلې لاس لري. هغه زیاته کړې ده چې دغه ډلې د القاعدې او نورو ترهگرو ډلو یو ترکیب دئ. بشارالاسد همداراز ویلي دي چې واشنگټن د هغه د مخالفینو ملاتړ کوي:

«هغوی د دغو ډلو سیاسي ملاتړ کوي چې په سوریه کې بې ثباتي رامنځ ته کړي.»

اسد پر سعودي عربستان، قطر او ترکیې باندې تور لگولی دئ چې یاغیانو ته تجهیزات ورکوي او غواړي چې هغه له واک څخه راوغورځوي. کله چې له اسد څخه وپوښتل شوه چې که نړیواله ټولنه په سوریه کې پوځی مداخله وکړي نو د هغه ځواب په څه وي، اسد وویل چې په داسې حال کې به د هغه ځواکونه د سوریې دفاع وکړي.

د سولې د استازي ستاینه

بشارالاسد ویلي دي چې هغه پخپل هیواد کې د یوې غیرې پوځي حل لارې ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې ده چې له متحده ایالاتو سره د سولې خبرو اترو ته چمتو دئ.

د اسد په خبره کوفي عنان په سوریه کې «ښه کار» تر سره کوي. د هغه په اند د کوفي عنان د سولې شپږ ټکیز پلان ځکه ناکامه شوی دئ چې یو شمیر هیوادونه نه غواړي چې دغه پلان کامیابه شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض