1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسد: د ترکۍ الوتکي له ویشتلو خواشینی یم

۱۳۹۱ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د سوريې ولسمشر بشارالاسد، د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه خواشینی دﺉ چې د تیرې میاشت په ۲۲مه نیټه د هغه د هیواد ځواکونو یوه ترکۍ جټ الوتکه وویشته. بشارالاسد دغه خبرې له یوې ترکۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي.

https://p.dw.com/p/15QPn
انځور: picture-alliance/dpa

اسد د جمهوریت له ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «دې الوتکي په هغه فضا کي الوتنه کوله چې تر دې پخوا درې وارې د اسرائیلي الوتکو له خوا کارول شوې وه.»

اسد ویلي دي چې دغي پېښې هغه ډیر خواشینی کړی دئ چې په پایله کې ئې د سوریې او ترکیې اړیکې ترینگلې شوې دي. اسد د ترکیې هغه تورونه رد کړي دي چې وایي سوریې دغه الوتکه په قصدي ډول ویشتلې ده. دا ترکۍ F-4 ډوله جټ الوتکه په یوه روزنیز عملیات بوخته وه.

اسد ویلي دي: «کله چې په یوه هیواد کې جگړه روانه وي، تل په همدې ډول غبرگون ښیي. دغې الوتکې ډیره ټیټه الوتنه کوله چې د سوریې د دفاعي سیستم په واسطه په دې اند چې یوه اسرائیلي الوتکه ده وویشتل شوه. اسرائیلو په ۲۰۰۷ کال کې پر سوریې برید کړی وو.»

د اسد په خبره هغه سرتیری چې دا الوتکه ئې ویشتلې ده، په دې خبره نه پوهیده چې الوتکه په کوم هیواد پوره اړه لري. د سوریې ولسمشر پخپله مرکه د هغو دوو پیلوټانو له کورنیو سره غم شریکي کړې ده چې په دې الوتکه کې سپاره ول او لا تر اوسه پورې نه دي موندل شوي:

«که الوتکه په نړیوالې فضا کې ویشتل شوې وای، نو موږ به له بخښنې غوښتلو ډډه نه وای کړې.»

د سوریې د ولسمشر له خبرو څخه داسې ښکاري چې هغه غواړي د ترکۍ الوتکې د ویشتلو د پېښې له کبله رامنځ ته شوې شخړه د خبرو له لارې حل کړي. اسد ویلي دي چې هغه فکر نه کوي چې ترکۍ الوتکه په قصدي ډول د سوریې فضا ته رادننه شوې وه: «موږ فکر کوو چې دا د پیلوټ یوه اشتباه وه... د یوې ترکۍ الوتکې ویشتل موږ ته کومه گټه نه رسوي.»

اسد ویلي دي چې هیواد ئې داسي کومه پریکړه نه ده کړې چي له ترکیې سره په پوله کي اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې دولت له سوریې سره په پوله اضافي سرتیري ځای پر ځای کړي دي. اسد ویلي دي: «که د ترکیې دولت هر څه وکړي، موږ به له دې هیواد سره پر پوله اضافي سرتیري ځای پر ځای نه کړو. د ترکیې خلک زموږ ملگري دي او موږ یو بل درکوو.»

د جمهورت ورځپاڼه به د چهارشنبې په ورځ له اسد سره د مرکې یوه برخه خپره کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل